په نیویارک کې د فلسطین ملاتړو معترضو د بروکلېن موزیم ځینې برخې نیولې دي

په نیویارک کې د فلسطین ملاتړو معترضو د جمعې په ورځ د بروکلېن موزیم ځینې برخې نیولې دي. له دغې پېښې وروسته د دغه موزیم چارواکو ویلي، چې د ګډوډۍ او د پولیسو سره د معترضو د نښتو له امله یې خپل کارکوونکي یو ساعت مخکې رخصت کړي دي.