د هند په ځینو برخو کې د تودوخې د نوې څپې له امله ۵۴ کسان مړه شوي

د هند په ځینو برخو کې د تودوخې سختې څپې روانې دي او له امله یې تر دې مهاله د ۵۴ کسانو د مړینې خبرونه خپاره شوي، چې ډېر یې په بېهار ایالت کې دي. د ډیلي په ګډون د شمالي هند په ډېرو برخو کې د توپان او باران وړاندوینه هم شوې ده.