د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یو پلاوي په مشرۍ چین ته سفر وکړ

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سه شنبه (د غبرکولي ۱۵مه) چین ته ولاړ. تر دغه سفر وړاندې د نوموړي په مشرۍ په لاهور کې یوه غونډه وشوه، چې په کې د چين د دغه سفر په اړه د سلا مشورو تر څنګ په اړونده مسايلو له ګڼو حکومتي چارواکو سره خبرې اترې وشوې.