په لبنان کې د امریکا سفارت ویلي، چې د سفارت په دروازه کې د سپکو وسلو ډزې شوې

په لبنان کې د امريکا سفارت نن چهارشنبې د (غبرګولي ١٦مه) ویلي چې سفارت ته د ننوتو دروازه کې د سپکو وسلو ډزې شوې. سفارت ویلي چې کارکوونکو ته یې زیان نه دی اوښتی. د لبنان پوځ ویلي، هغه کس چې د امریکا پر سفارت یې برید کړی و، د امنیتي ځواکونو په ډزو ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی.