یوناما: د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان ښکلی او ځانګړی چاپېریال له ګواښ سره مخامخ شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنو هېوادونو څخه دی او د اقلیمي بدلون له امله د احتمالي پېښېدونکو زیانونو لپاره یې باید تابیاوې ونیول شي.