نتنیاهو ته د بایډن خبرداری: د امریکا تېروتنه مه کوئ چې په ناپایه جګړو کې ښکېله شوه

د امریکا ولسمشر وايي، د اسراییل لومړی وزیر ښايي د سیاسي دلایلو له مخې په غزه کې جګړه ونه ودروي. جوبایډن د اسراییل مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته دې د امریکا تېروتنه ونه کړي چې په افغانستان او عراق کې په اوږدو جګړو کې ښکېله شوه.