‏د افغانستان کرېکټ بورډ له سېلاب ځپلو سره څه باندې دوه مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

د افغانستان کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو خبر ورکړی، چې د دغه بورډ کارکوونکو او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره دوه مېلیونه او ۲۷۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.