• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنفي:صنعتي هېوادونه ګلتوني ګاز کې اساسي رول لري، له افغانستان سره مرسته یې مسوولیت دی

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، صنعتي هېوادونه د ګلتوني ګاز تولید کې اساسي رول لري او له افغانستان سره مرسته یې اخلاقي مسوولیت دی. ښاغلي حنفي د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي، افغانستان د نورو هېوادونو د ګلتوني ګاز د تولید له امله زیانمن شوی.

د طالبانو د رسنیو مرکز نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عبدالسلام حنفي له قوله زیاته کړې، چې چاپېریال د نړۍ د صنعتي قدرتونو له حده زیاتې ګټې اخیستنې له امله تر بل هر وخته له زیات ګواښ او نابودۍ سره مخ دی.
د نوموړي په خبره: «سالم چاپېریال د هر انسان طبیعي حق دی او د سالم چاپېریال رامنځته کولو لپاره باید مونږ ټول دوامداره او مسئولانه هڅې وکړو.»
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال دغه راز له رسنیو، ځوانانو، تعلیمي ادارو،علماوو او متنفذینو څخه غوښتنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د عامه پوهاوي لوړولو لپاره هڅې وکړي.
له دې سره، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست هم په دې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې په ټوله نړۍ کې ایکو سیستمونه له ګواښ سره مخ دي او طبیعي چاپیریال چې د انسان د ژوند سرچینه ګڼل کیږي د ویجاړېدو په حال کې ده.
حافظ عزیز الرحمن وایي: «ټولو هېوادونو ته پکار ده، چې سترو چاپېریالي ننګونو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.»
د نوموړي په خبره، وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د جګړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړیوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون د افغانستان د چاپېریال د زیانمنېدو لاملونه دي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست دغه راز وایي، چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغیزو څخه ډېر اغېزمن هېواد دی.
افغانستان چې د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمنونکو هېوادونو څخه بلل کیږي، د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اوښتی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا هم وايي، چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنو هېوادونو څخه دی او د اقلیمي بدلون له امله د احتمالي پېښېدونکو زیانونو لپاره یې باید تابیاوې ونیول شي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۵
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې