طالبان وایي، د کابل ښار «اریا ښارګوټي» تر ۱۸ جریبه ډېره ځمکه دولتي ثابته شوه

د طالبانو د عدليې وزارت نن دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د کابل ښار د «اریا ښارګوټي» تر ۱۸ جریبه ډېره ځمکه دولتي ثابته شوه. دغه وزارت ویلي، چې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د «اریا ښارګوټي» په لومړي او دویم فاز کې تر ۱۸ جریبه ډېره ځمکه دولتي ثابته شوې.
