د فلسطین د روغتیا وزارت: د جګړو له پیل راهیسې څه باندې ۱۵ زره فلسطیني ماشومان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې ۱۵ زره او ۴۳۸ فلسطيني ماشومان وژل شوي دي. د دغه وزارت په راپورونو کې راغلي، چې په دغو جګړو کې بیا شاوخوا لس زره ماشومان ټپيان شوي هم دي.