پوتین: دا د لویدیځ تېروتنه ده، چې داسې انګیري روسیه به اټومي وسلې ونه کاروي

ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ لویدیځ ته خبرداری ورکړ، چې که د روسیې ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ شي؛ نو هېواد به یې د خپل ځان د دفاع لپاره د اټومي وسلو په ګډون خپل ټول شته وسایل وکاروي.