په چمن کې د پرلت‌والو او پاکستاني ځواکونو نښتو کې د پولیسو په ګډون ٤٠ تنه ټپيان شوي

د پنجشنبې په ورځ په چمن کې د ۱۷ امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ کسه په داسې حال کې ټپیان شول، چې د پرلت‌والو د مشرانو د نیولو په غبرګون کې دوی په حکومتي ودانیو بریدونه پیل کړل او د خپلو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.