• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سنټکام پخوانی قوماندان: جو بایډن په افغانستان کې تر ټولو بده لاره غوره کړه

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان فرانک مک کېنزي وايي، جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه د پرېکړې پر مهال «تر ټولو بده لاره» غوره کړه.

هغه امریکا غږ ته وویل، جوبایډن تر ټولو بده لاره ځکه غوره کړه چې په بشپړه توګه یې ځواکونه له افغانستانه واېستل او په کابل کې د خپل سفارت ساتل غوره کړل.
د سنټکام دغه پخواني قوماندان چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څارنه یې کوله، د امریکا غږ له انګلیسي برخې سره یې د خپل نوي کتاب (د وېلې کېدو نقطه) په اړه خبرې کړې.
په دې کتاب کې جنرال مک کېنزي د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د افغانستان لپاره یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن څلور پوځي غوراوي تشریح کړي دي.
د ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو او اتو پوځي اډو ساتل، په درېیو پوځي اډو کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۸۰۰ ته راکمول، په کابل کې د امریکا سفارت ساتل او په بشپړ ډول وتل او له ډيپلوماټیک حضور پرته وتل هغه څلور غوراوي دي، چې جنرال مک کېنزي په دې کتاب کې وړاندیز کړي دي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ دغه پخواني قوماندان وویل:«د درېیم انتخاب په غوره کولو سره، بایډن هڅه کړې، چې سفارت، امریکايي وګړي او له ګواښ سره مخامخ افغانان په هېواد کې وساتي.»
د جوبایډن د حکومت هغه پرېکړه، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه په ځانګړې توګه د بګرام له هوايي اډې څخه وباسي، ورباندې سختې نیوکې وشوې.
خو سپینه ماڼۍ وايي، چې بایډن له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال د شوې هوکړې له امله په دې برخه کې د عمل بشپړه ازادي نه لرله.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی