• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسېف: په سوېلي غزه کې نږدې ۳زره خوارځواکي ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۵۱ GMT+۱

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، چې په سوېلي غزه کې نږدې ۳زره خوارځواکي ماشومان د خپلو کورنیو د سترګو پر وړاندې د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي؛ ځکه چې پر رفح د برید له امله دوی د درملنې څخه بې برخې پاتې شوي دي.

دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دغه شمېره د ماشومانو نږدې درې پر څلورمه برخه جوړوي.
د دغې ادارې د راپور له مخې، پر خوارځواکۍ د ډېرو زیان منونکو ماشومانو د اخته کېدو ګواښ هم د اندېښنې وړ دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو دغې ادارې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په داسې حال کې چې شمال ته د خوراکي توکو د مرستو په رسولو کې یو څه ښه‌والی راغلی؛ خو په سوېل کې بشري مرستو ته لاس‌رسی په ډراماتیک ډول کم شوی دی.
د راپور په لیکنه، د غزې په منځني او سوېلي ولایتونو کې د خوارځواکۍ د وروستیو شمېرو لومړنۍ پایلې ښیي چې د مې د دویمې اونۍ راهیسې د منځنۍ او شدېدې خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.
راپور کې راغلي، چې نن سبا د غزې په تړانګه کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې یوازې دوه مرکزونه فعالیت کوي.
یونیسېف وایي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې یې په غزه کې لسګونو زره ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې خدمتونه رسولي دي.

ډېر لیدل شوي

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو
۱

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۲
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۳

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۴

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۵

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي