• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک پسټ: شپږ تاجکستاني وګړي د داعش سره د همکارۍ په تور امریکا کې نیول شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۱

نیویارک پسټ ورځپاڼې د باخبره سرچېنو له قوله راپور ورکړی، چې درې تاجکستاني وګړي د داعش خراسان څانګې سره د غړیتوب په تور د امریکا په درېیو ښارونو کې نیول شوي دي.

د دغې خپرونې په لیکنه، دغه کسان د نیویارک، لاس انجلس او فیلادلفیا په ښارونو کې نیول شوي او هغوی د روسیې تابعیت هم لري.
سرچېنو ویلي، چې د تورنو خبرې اورېدل شوې او هغوی د بمونو په اړه په خپلو کې سره غږېدلي دي.
یوې سرچېنې ویلي: «په ماراتن بوستون کې مو د بمونو په اړه څه په یاد دي؟ وېرېږم چې یو ځلې بیا هغسې څه او یا له هغه بدتر څه پېښ نه شي.»
دغه کسان داسې مهال نیول شوي، چې تر دې مخکې د اېف بي ای مشر کرېس ري په امریکا کې د داعش د ترهګرې ډلې د ګواښونو په اړه خبرداری هم ورکړی و.
هغه د امریکا د کانګرس ځینو غړو ته لا پخوا ویلي و، چې ښايي ترهګرو په مسکو کې د کنسرټ پر سالون له بریده الهام اخیستی وي او ورته بریدونه په امریکا کې هم ترسره کړي.
د اېف بي ای مشر ویلي و، چې د انساني قاچاقو شبکه له داعش سره اړیکې لري او هغوی له دې امله سخت په اندېښنه کې دي.
په وروستیو کلونو کې د هغو کسانو شمېر چې د ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تور د امریکا په سویلي پولو کې نېول شوي، زیات شوی دی.

په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو کې د ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تور ۳۶ کسان نیول شوي وو؛ خو د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ دغه شمېر ۳۶۲ تنو ته لوړ شوی دی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۵
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي