د ولایتي شوراګانو انسجام شورا: افغانستان د مېرمنو او ماشومانو د مړینې له پلوه بد وضعیت لري

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

د افغانستان ولایتي شوراګانو د انسجام شورا وایي، د مېرمنو او ماشومانو مړینې له پلوه افغانستان د فلسطين له غزې هم په بد وضعیت کې دی.

دغې شورا دغه څرګندونې د روغتیا نړۍوال سازمان د هغې راپور په غبرون کړې دي، چې په کې ویل شوي په ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د میېدوارۍ او زېږون پرمهال مري.
دغې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه شمېرې په میاشتني ډول ۵۷۳۰ او په کال کې شاوخوا ۶۸۷۶۰ زره مېرمنې او ماشومان کېږي چې په نړۍواله کچه یو ستر انساني ناورین دی.
‏د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او ان د کابل په دولتي روغتونونو کې هم دارو درمل نه شته.

د دوی په وینا، اوس‌مهال ګڼ دولتي روغتونونه له مالي او مدیریتي کړکېچ سره مخ شوي دي.
خبرپاڼې کاږلي، په انزوا کې د افغانستان ساتل، د نړۍوالو له خوا په رسميت نه پېژندنه، روغتیايي نه خوندیتوب، تخصصي او مسلکي ادارې د نا مسلکي کسانو له‌خوا اداره کېدل، پر مېرمنو د سختو بندیزونو لګول او هغوی له زده‌کړو او کاره راګرځول ټول هغه څه دي، چې افغانستان یې د اوسني روغتیایي سیسټم له جوګه کولو اېستی دی.
دوی پر طالبانو غږ کوي، په خپلو سختو پالیسیو کې چې دوی یې د کورني او نړۍوال رسمیت پر وړاندې را ګرځولي، نرمښت او له سره پرې غور وکړي او دوی له نړۍوالې ټولنې او اغېز لرونکو هېوادونو غوښتي، چې د روغتیا برخې سره پام وړ مالي مرستې وکړي، خپلې نیابتي سیالۍ یوې خوا پرېږدي او د دوحې راتلونکې غونډې فرصتونه دې له لاسه نه ورکوي او د عملي پایلې د ترلاسه کولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

نور خبرونه

رادیو