طالبانو راتلونکې دوشنبه لوی اختر اعلان کړی خو سعودي عربستان وايي، یکشنبه اختر دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳

د طالبانو په واک کې ملي راډیو تلوېزون وايي؛ راتلونکې دوشنبه چې د جون ۱۷مه کېږي په افغانستان کې به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

خو سعودي عربستان چې د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو په میلیونونو خلک د حج لپاره ورځي تر دې د مخه راتلونکې یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو د سترې محکمې هم په اعلامیه کې ویلي و، چې راتلونکې دوشنبه (د غبرګولي ۲۸مه) به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د طالبانو په واک کې ملي رادیو تلوېزون د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د اختر په مناسبت د درېیو ورځو د رخصتۍ د خبرپاڼه خپرولو سره ویلي چې راتلونکې دوشنبه اختر دی.

خو د سعودي عربستان سترې محکمې د جون په اوومه نېټه ویلي وو، چې د جون په۱۴مه د حج مراسم پیلیږي، د جون پر ۱۵مه عرفات او د جون پر ۱۶مه چې د یکشنبې ورځ ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

تر دې مخکې به افغانانو پر پاکستان نیوکې کولې چې له سعودي سره یو ځای اختر نه کوي.

اوس په افغانستان کې په یوه ورځ ځنډ سره لوی اختر ډېرو هغو کسانو ته اندېښمنونکی دی، چې قرباني کوي.

طالبانو د تېرې روژې په لومړیو کې هم اعلان وکړ، چې له سعودي یوه ورځ وروسته روژه پیلوي؛ خو وروسته له دې پرېکړې په شا شول او معلومه نه ده چې پر اوسنۍ پرېکړه هم درېږي که نه.

نور خبرونه

رادیو