په کوېټ کې د اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۴۹ تنو ته لوړ شو

د کوېټ په سوېل د منګاف ښار په یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۴۹ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. د روغتیایي چارواکو په وینا، د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.