د یوې نادرې پېښې په تمه؛ له ۸۰ کالو وروسته د یوې چاودنې په پایله کې یو ستوری روښانه کېږي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴

له نن څخه تر سپټمر (وږي میاشت) پورې، په ټوله نړۍ کې ستور پېژندونکي د یوې نادرې پېښې د یو «نوي ستوري» رامنځته کېدو ته په تمه دي.
په دې پېښه کې، یو ډېر تیاره ستوری ناڅاپه روښانه کېږي او د شپې په اسمان کې د یو څه وخت لپاره په سترګو لیدل کېدای شي.

د ناسا فضايي ادارې اعلان وکړ، چې د دغه ستوري روښنايي دا به د فضا په شمالي برخه کې ولیدل شي.
د ټې ـ سي ار بي (T-Crb) ستوری چې د شغله لرونکي ستوري په نوم هم پېژندل کېږي، د لږ سپین او لوی سور رنګه لرونکی ستوری دی.
د ستورو دا جوړښت چې له ځمکې څخه د درې زره کلونو په واټن کې موقیعت لري، معمولا د څارنې د وسایلو پرته په سترګو نه لیدل کېږي؛ خو تمه کېږي چې دا ستوری دومره ځلانده وي، چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې د څو ورځو لپاره د وسایلو پرته هم په سترګو ولیدل شي.
په دې سیسټم کې د دوراني شکل د یوې سرې او لویې کتلې څخه مواد یوې کوچنۍ کتلې ته څڅېږي، چې بیا د تودوخې او اټومې چاودنې او د سیسټم د څاپې ځلا لامل کېږي.
دا پدیده د « نووا» په نوم پېژندل کېږي او د «سوپرنووا» څخه توپیر لري، کوم چې د لوی ستوري چاودېدونکي مړینه په کې شامله ده.
سور دیب یو لوی او روښانه ستوری دی، چې د ژوند په دویم پړاو کې دی او اټومي جوش د دې ستوري د مرکز په برنۍ برخه کې واقع کېږي؛ خو لنډه او سپینه کتله د لمر په څېر ستوري پاتې شوي دي، چې خپل اټومي تېل یې کارولي او د ټیټ وزن لرونکي ستورو وروستي لرې شوي پړاو استاریتوب کوي.

دا ځلا په لومړي ځل په ۱۲۱۷ میلادي کال کې د یو جرمني ستور پېژندونکي له‌خوا لیدل شوې وه، چې دا پدېده یې داسې بیان کړې « یو تیاره ستوری چې د کم وخت لپاره روښانه شو.»
د دې پېښې څخه وروستۍ ځل په ۱۹۴۶ کال کې لیدنه شوې او ستورپوهان د یادې پېښې د بیا لیدلو لپاره لېواله دي، ځکه چې دغسې پېښې د ډېرو کسانو په ژوند کې یوځل کېږي.
په ناسا کې د لویو اسماني ډبرو د چاپېریالي دفتر سرپرست ویلیم جې کوک وايي، د ټي ـ سي آر بي ستورو کې د دې نووا مطالعه کول به زموږ سره د دې ستوري په پېژندلو کې ډېره مرسته وکړي.
تمه کېږي، چې د دې ستوري ځلا به د شمالي نیمې کرې څخه ښکاره شي او دا به د ستورپوهانو او ستورپوهنې د مینه‌والو لپاره یوځانګړی فرصت وي.

نور خبرونه

رادیو