د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۷ مېلیونه کسان بې‌ځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۷ مېلیونه کسان په جبري توګه بې ځایه شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي د تېر کال تر پایه په جبري توګه د بې‌ځایه شویو خلکو شمېر ۱۱۷.۳ مېلیونو ته رسېدلی.