شل اوریز نړۍوال جام؛ هند امریکا او وېسټ اېنډیز نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د کرېکټ د نړۍوال جام په دوام تېره ورځ هند امریکا او نن وېسټ اېنډیز نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه. د نن ورځې تر ورستیو د نړۍوال جام ۲۷مه لوبه کې بنګله دېش د هالنډ پر وړاندې او انګستان د عمان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

تېره ورځ د ۲۰۲۴کال کرېکټ نړۍوال جام په دوام هند له امریکا سره په نانسي کاونټې نړۍوال لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شو.
د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او د امریکا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
امریکایي لوبډلې د نتېش کمار ۲۷، اسټیون ټېلور ۲۴ او کوري انډرسون ۱۵ منډو په مټ د اته لوبغاړو په زیان په شل اورونو کې ۱۱۰ منډې جوړې کړې.
بل خوا بیا ارشدیپ سېنګ څلور، هارډېک پانډیا ۲ او اکشر پټېل د امریکا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
هند د امریکا له لوري ورکول شوی هدف د سوریا کمار ۵۰ ناسوځېدلو، شیوم ډوبې ۳۰ ناسځېدلو او شیب پنټ ۱۸ منډو په مټ د لوبې په اتلسم اوور کې پوره او لوبه یې د اوو وېکټو په توپیر له امریکا څخه وګټله.
همدارنګه نن پنجشنبه د وېسټ انډیز په براین لارا لوبغالي کې وېسټ انډیز او نیوزیلنډ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې.
د لوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او وېسټ اېنډیز ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د وېسټ اېنډیز لوبډلې د شرفین رادرفورډ ۶۸ ناسوځېدلو، نیکولاس پوران ۱۷ او کلیل حسین ۱۵ منډو په مټ د شل اورونو په لوبولو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.
د نیوزیلنډ لوبډلې د وېسټ اېنډیز لوبډلې له لوري ورکول شوی هدف د شلو اورونو په لوبولو سره پوره نه کړ او په شلو اورونو کې یې یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.
دغه سیالي د وېسټ اېنډیز لوبډلې د ۱۳ منډو په توپير له نیوزیلنډ څخه وګتله.
په نړۍوال جام کې نن د ورځې تر پایه بنګله دېش د هالنډ په وړاندې او انګلستان د عمان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.