• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوو

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کولو پرېکړه شوې او په یاده غونډه کې د طالبانو له لوري د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ به هم ژر اعلان کړي. مجاهد وايي، په دغې غونډه کې ګډون د افغانستان په ګټه دی نو ځکه پکې د ګډون کولو پرېکړه شوې.

طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۷مه) د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو ویډیویي کلیپ خپور کړی چې نوموړي پکې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبان ګډون تایید کړی.

نوموړی وايي په یاده غونډه کې د ګډون په موخه د طالبانو په استازولۍ د ورتلوونکي پلاوي جوړښت او نوملړ به هم ډير ژر اعلان کړي.

مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د دغې ډلې ګډون د افغانستان په ګټه دی، نو ځکه په یاده ناسته کې د ګډون کولو پریکړه شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې د دوحې په دویمه ناسته کې له ګډون کولو ډډه کړې وه او لومړۍ ناستې ته بیا دغه ډله له سره ور بلل شوې نه وه.

مجاهد وايي: «له افغانستان سره د بشري مرستو موضوع او د سوداګرو لپاره په افغانستان کې د پانګونې د زمینې برابرول مهم او بنسټیز موضوعات دي چې دوی یې په پام کې لري.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، داسې نور موضوعات هم شته چې په دې ناسته کې به بحث پرې وشي خو په ټوله کې دغه ناسته د افغانستان په ګټه ده.

د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ نړېوال سازمان: یوه اوونۍ کې تر ۷۲ زرو ډېر کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۱
د کډوالۍ نړېوال سازمان: یوه اوونۍ کې تر ۷۲ زرو ډېر کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شوي
100%

د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي، د روانې جون میاشتې له دویمې تر اتمې نېټې پورې ۷۲ زره ۵۲۲ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي. دغه سازمان وايي، په همدې موده کې بیا نږدې ۵۰ زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي هم دي.

د کډوالۍ نړېوال سازمان د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روانې جون میاشتې له دویمې څخه تر اتمې نیټې پورې له پاکستان او ایران څخه ۷۲۵۲۲ افغانان راستانه شوي دي.

همدارنګه د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي، چې په همدې موده کې ۴۰۹۲۹ تنه افغانان له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري له تېر کال راهیسې په دوامداره توګه په زور افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل کیږي.

که څه د کډوالو نړېوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو په وار وار له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لړی ودروي خو څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړی ګړندۍ کوي او د پاکستان په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه وکړي.

د طالبانو مالیې وزارت: تر ۲۰۰۵ کال وړاندې د جوړو شويو موټرو پر وارداتو مو بندیز لګولی

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۲۴ GMT+۱
د طالبانو مالیې وزارت: تر ۲۰۰۵ کال وړاندې د جوړو شويو موټرو پر وارداتو مو بندیز لګولی
100%

د طالبانو مالیې وزارت د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره افغانستان ته تر ۲۰۰۵ کال وړاندې د جوړو شويو موټرو پر وارداتو بندیز لګولی. دغه وزارت وايي، یاد بندیز یې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې لګولی.

د طالبانو مالیې وزارت تېره ورځ ناوخته (غبرګولي ۲۶مه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته تر ۲۰۰۵ کال وړاندې د جوړو شويو موټرو پر وارداتو یې بندیز لګولی.

‏د طالبانو مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۵ ماډل پورې کوم موټرونه چې تر دې وړاندې افغانستان ته را وارد شوي، ګمرکي کارونه یې د روان کال د زمري میاشتې تر پایه ترسره کیږي.

د دغې خبرپاڼې له مخې تر دغې نیټې وروسته هیڅوک حق نه لري چې ۲۰۰۵ ماډل ښکته موټر افغانستان ته وارد کړي.

تردې وړاندې د طالبانو حکومت په افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خپل مشر د امر له مخې بندیزونه لګولي چې افغانان یې غندي خو وايي له وېرې غږ نه شي پورته کولی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په نږدې درېیو کلونو کې د دغې ډلې مشر په خپله خوښه په بیلابیلو برخو کې بندیزونه لګولي چې د طالبانو وسله وال یې پر خلکو په زور مني.

په یوه ټرافیکي پېښه کې د مرکزي بغلان د طالبانو امنیه قوماندان او څلور نور طالبان مړه شوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۲۶ GMT+۱
په یوه ټرافیکي پېښه کې د مرکزي بغلان د طالبانو امنیه قوماندان او څلور نور طالبان مړه شوي
100%

سرچینې وايي، تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان موټر د پلچک غلام صدیق په سیمه کې له سړکه وتلی او اوښتی، چې له امله د یادې ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان ملا اختر محمد بریالی او څلور نور طالبان په پېښه کې مړه شوي.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ په خپله اېکس پاڼه د یادې پېښې پخلی کړی، او لیکلي یې دي؛ چې دغه پېښه تېره شپه شوې چې له امله د مرکزي بغلان امنیه قوماندان او څلور نور طالبان مړه شوي.

طالبانو د یادې پيښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خپلواکو سرچینو هم تر اوسه پورې د دغې پیښې په اړه لا څه نه دي ویلي چې دغه پېښه ټرافیکي ده او که تر شا یې بل څه دي.

په ځینو پېښو د طالبانو موټر د هغوی د مخالفو ډلو له لوري په نښه کیږي.

د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ: د نجونو زده‌کړو بندولو تاوتریخوالی او جبري ودونه زیات کړي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۱
د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ: د نجونو زده‌کړو بندولو تاوتریخوالی او جبري ودونه زیات کړي
100%

د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ غړو په کابل او تهران کې په یوه غونډه کې وویل، د طالبانو له لوري نجونې او ښځې له زده‌کړو په بې برخې کولو سره د کم عمره نجونو او جبري ودونو لپاره زمینه برابره کړې او کورنۍ تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) له زده‌کړو د نجونو د محرومیت د ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو په غبرګون کې په جلا جلا خبرپاڼو کې لیکلي، چې د طالبانو د «بدبختۍ او انسانیت ضد» پرېکړې پر وړاندې لازم ګامونه نه دي پورته شوي.

د دغه خوځښت په وینا، د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې کورنۍ او بهرنۍ چوپتیا د ښځو پر وړاندې لا زیات جبر او تاوتریخوالي ته لاره هواره کړې ده.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې راهیسې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته یې د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

د ښځو د ازادۍ غورځنګ د غړو په وینا، طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی او نړیواله ټولنه باید دا پدیده په رسمیت وپیژني.

د دغه خوځښت غړو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دوی پر کورنیو هم غږ کړی، چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو د حق لپاره سره یو شي او په یووالي سره د خپلو بچیانو د زده‌کړو خوبونه ریښتیا کړي.

رحمت الله نبیل: د طالبانو ستره محکمه د اکوړه خټک حقانيه مدرسه ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۱
رحمت الله نبیل: د طالبانو ستره محکمه د اکوړه خټک حقانيه مدرسه ده
100%

د طالبانو سترې محکمې لخوا د لوی اختر تر اعلان وروسته، د ملي امنیت پخواني مشر وویل چې «ستره محکمه نه ده، سمه د اکوړه خټک حقانيه مدرسه ده.» رحمت الله نبیل زیاته کړه: «د افغانستان کلتور او تاریخ د یوې رټل شوې، او وروسته پاتې ډلې لخوا برمته شوی، له داسې ډله نوره څه تمه کیدای شي؟»

سعودي عربستان تېره ورځ شنبه د عرفې ورځ او نن یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ښودلې ده.

د طالبانو سترې محکمې د سعودي عربستان برعکس یکشنبه د عرفې او دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.

د طالبانو ویاند ویلي چې د دغې ډلې لخوا د عرفې او لوی اختر د ورځو اعلان «شرعي حکم» دی.

رحمت الله نبیل د طالبانو د دغه اعلان په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، «کله چې یوه جغرافیه، یو کلتور او یو ویاړلی تاریخ د یوې رټل شوې، عقده‌یي، خوسا فکره او نیابتي ډلې له لوري برمته شي، نو له داسې ډلې نوره څه تمه کېدای شي.»

حقانيه مدرسه، چې د توندلاروډلو د روزنې لپاره یو يېژندل شوی مرکز دی، د خیبر پښتونخوا ایالت په اکوړه خټک سیمه کې موقعیت لري. د طالبانو ډیری مشران په دغې مدرسې کې روزل شوي دي.