د هامبورګ پولیسو یو سړی چې تبر یې په لاس کې و په ډزو ټپي کړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

د جرمني رسنیو راپور ورکړ، چې د هامبورګ پولیسو د شنبې په ورځ «د غبرګولي ۲۶ مه» د هالنډ د یورو د مینه والو یوې غونډې ته څېرمه "یو بریدګر چې تبر یې په لاس کې و" په ډزو ټپي کړ.

د راپورونو له مخې د هالنډ د پلویانو غونډې ته څېرمه د څلورو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ټاکل شوې، چې هالنډ به د سې شنبې په ورځ په هامبورګ کې له پولنډ سره د یورو په سیالیو کې مخامخ شي.

جرمني ورځپاڼې بیلډ راپور ورکړی، چې شاوخوا ۴۰،۰۰۰ هالنډي مینه والو په یوه سوله ییز لاریون کې برخه اخیستې وه، چې یوه کس د تبر په واسطه پر پولیسو او خلکو برید وکړ.

د راپور له مخې، پولیس د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته سیمه کلابنده کړه.

بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پولیسو د بریدګر د نیولو لپاره د سپرې د کارولو هڅه هم وکړه "مخکې له دې چې یو افسر په ناڅاپي ډول ډزې وکړي".

د دغه راپور له مخې، وروسته د پولیسو افسرانو د یاد بریدګر په لاس ډزې وکړې او هغه په ​​ځمکه ولوېد.

تر اوسه د دغه بریدګر د هویت په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.

نور خبرونه

رادیو