• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت‌وال: د پرلت د مرکزي کمیټې اووه مهم غړي د تېرو دوو اونیو راهیسې بندیان دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۱

پاکستاني پولیسو له هغه وروسته د چمن پرلت د ویاند او مرکزي کمیټې د غړو په ګډون لسګونه کسان هغه مهال بندیان کړل، چې په کوږک غره سیمه کې یې پر پرلت برید وکړ. دا د چمن پر پرلت‌والو د پاکستاني پولیسو درېیم برید و.

له چمن څخه ځايي خبریال احمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له اختر څخه مخکې شاوخوا ۴۵ هغه لاریون کوونکي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د کوږک په غره او چمن ښار کې د اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو، له اختر څخه مخکې راخوشې شوي دي.
خو د چمن د پرلت د ویاند او د مرکزي کمیټې غړي او مشران لا هم بندیان دي.
د چمن د پرلت‌والو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د روانې جون میاشتې په پنځمه نېټه اخ و ډب پېښ شو.
د چمن پر پرلت‌والو له هغه وروسته پاکستاني ځواکونو برید وکړ، چې د یادو پرلت‌والو د سپين بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون په چمن ښار کې د پاسپورټ اداره، دولتي بانک، د ګوزڼ ضد واکسین دفترونه وتړل او د چمن-کوټې تر منځ عمومي لاره یې بنده کړه.
د حمد الله په نوم د چمن د پرلت یو غړی وايي، دمګړۍ په چمن ښار کې وضعیت عادي دی؛ خو دوی د خپلو مشرانو د راخوشې کېدو په تمه دي.
نوموړی وايي، که د پاکستان د حکومت له لوري د چمن د پرلت مسوولین له بنده راخوشې نه شي یوځل بیا به په چمن ښار کې لاریونونه پیل کړي.
د چمن پرلت کابو نهه میاشتې له هغه وروسته پیل شو، چې د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک - چمن پر دروازه تګ راتګ د پاسپورټ په وسیله جبري شو.
پرلت‌وال وايي، پر دغه دروازه پاسپورټ ورته د منلو نه دی او تر هغو به خپل اعتراضونو ته دوام ورکوي چې پاکستان خپله دغه پرېکړه بدله کړې نه وي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۴

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۵

د ملګرو ملتونو کارپوهان اروپا ته: افغانان مه شړئ او طالبانو ته مشروعیت هم مه ورکوئ