سږکال د حج د مراسمو پرمهال د مړو شویو حاجیانو شمېر له زرو واوښت

د فرانسې خبري اژانس نن راپور ورکړ، چې سږکال د حج د مراسمو پر مهال د مړو شویو حاجیانو شمېر یو زرو ۸۱ کسانو ته ورسېد. د راپور له مخې؛ قربانیان د لسو بېلابېلو هېوادونو وګړي دي. د یاد شمېر حاجیانو د مړینې دقیق علت تر اوسه روښانه نه دی؛ خو د تودوخې لوړه درجه یې یو لامل کېدای شي.