د بشر حقونو څار سازمان:چین د اویغوري کلتور له منځه وړلو لپاره د زرګونو کلیو نومونه بدل کړي

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د چین حکومت د اویغور مسلمانانو د کلتور او تاریخ د له منځه وړلو په هڅه کې د سینکیانګ په سیمه کې د زرګونو کلیو نومونه بدل کړي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د سینکیانګ د ۳۶۰۰ کليو نومونه بدل شوي دي.