کاناډا خپلو وګړو ته: ایران ته مه ځئ او که اوس هم هلته یاست، نو ژرتر ژره له هغه هېواده ووځئ

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي د چهارشنبې په ورځ له هغه وروسته چې هېواد یې د ایران د سپاه پاسداران ډله د ترهګرو ډلو په کتار کې راوسته، خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې ایران ته دې له ورتګه ډډه وکړي.