ملګري ملتونه: پاکستان په تېرو دریو میاشتو کې دوه ځله پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱

د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، پاکستان په تېرو دریو میاشتو کې پر افغانستان دوه هوايي بریدونه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې سازمان امنیت شورا ته په راپور کې وویل، دغو بریدونو لږ تر لږه اته ملکیان وژل شوي.

د مارچ په ۱۸مه د پاکستان هوايي ځواک په خوست او پکتیکا بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په خوست کې د پاکستان د برید له امله یو سړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او په پکتیکا کې د دوو ښځو، دریو نجونو او دوو هلکانو په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

له هغې ورځې وروسته په پکتيا ولايت کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ وسله واله نښته وشوه، چې په نتيجه کې يې د دريو ماشومانو او يو سړي په ګډون څلور تنه ملکي افغانان ووژل شول او اووه تنه ملکي افغانان ټپيان شول.

طالب چارواکو د خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بریدونه د افغانستان پر خاوره تېری بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د بریدونو هدف هغه ترهګر وو، چې په پاکستان کې دننه د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسوول دي.

نور خبرونه

رادیو