د اسراییل او حزب الله د جګړې ګواښونه؛ کاناډا خپل ۴۵ زره وګړي له لبنانه باسي

د اسراییل او حزب الله ترمنځ د جګړې د پېښېدو د ګواښونو ډېرېدو پر دوام، کاناډا له لبنانه د خپلو ۴۵ زرو وګړو د تخلیې په پروګرام کار کوي. کوېټ هم له خپلو وګړو غوښتي، چې لبنان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي او که چېرې لا له وړاندې دغه هېواد کې وي؛ نو ژر تر ژره دې دغه هېواد پرېږدي.