کویت په لبنان کې له خپلو وګړو وغوښتل چې له دغه هېواده ووځي

د اسراییل او حزب الله ترمنځ د جګړې د زیاتیدو د ویرې له امله، د کویت حکومت په لبنان کې له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. همدا راز، د کویت د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له اتباعو غوښتي چې د سیمې د امنیتي وضعیت له کبله لبنان ته سفر ونه کړي.