• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نبیل: ملګرو ملتونو د دوحې ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې په منزوي کولو د طالبانو خوا نیولې

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او د مدني ټولنې په منزوي کولو سره د طالبانو خوا نیولې ده. رحمت الله نبیل په خپل اېکس کې لیکلي، چې ملګرو ملتونو په دې پرېکړې سره له خپل منشور سره څرګند خیانت کړی.

ښاغلي نبیل دغه راز لیکلي، چې ملګري ملتونه په پرله پسې ډول د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شوي او د افغانانو اساسي بشري حقونه او هیلې یې له پامه غورځولي دي.
نوموړی زیاتوي: «د ملګرو ملتونو په منشور کې په اساسي بشري حقونو، انساني کرامت او لوړ ارزښت او د نارینه او ښځو پر مساوي حقونو ټینګار شوی او دغه سازمان په افغانستان کې د دغو اصولو په ساتلو کې پاتې راغلی دی.»
د ملي امنیت پخواني مشر د ښځو پروړاندې د طالبانو له خوا جنسیتي توپير ته هم په اشارې سره وویل، چې افغان مېرمنې د سیستماتیک جبر له کړکېچن ناورین سره مخ دي.
نوموړی له ملګرو ملتونو سره د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو د رسمي اړیکو د ځنډولو غوښتنه کوي.
ښاغلی نبیل وایي: «دا تعلیق باید تر هغه دوام وکړي تر څو چې ملګري ملتونه او مشرتابه یې د افغانستان د خلکو په وړاندې خپل دوه ګونی معیارونه سم نه کړي او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته په څرګنده توګه درناوی وکړي.))
رحمت الله نبیل دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د فرانسې خبري اژانس د ډيپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان مدني ټولنې استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون ونه کړي.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته چې تر راتلونکو څو ورځو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په قطر کې ترسره کیږي، طالبانو هم پکې د ګډون پرېکړه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي