یو شمېر بهرني پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې ترڅنګ یو روغتون جوړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر وايي، چې د سویلي افريقا یو شمېر پانګوالو او د روغتيا برخې متخصصينو له ملا برادر سره په ليدنه کې د کانونو په برخه کې د پانګونې او یوه روغتون د جوړېدو ژمنه وکړه.

.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ دفتر نن دوشنبې په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سویلي افريقا سوداګر د افغانستان د کانونو په برخه پانګونې ته لېواله دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغو سوداګرو له ملا برادر سره په ليدنه کې ويلي، چې دوی غواړي د پرمختللي ټکنالوژۍ په مرسته کانونه استخراج او پروسس کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لېدنه کې د سویلي افريقا د روغتيا برخې متخصصينو ژمنه وکړه، چې د طالبانو له روغتيا وزارت سره به په همغږۍ يو معياري او مجهز روغتون جوړ کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په دې ليدنه کې ويلي، چې بهرني پانګوال کولای شي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډېرو هېوادونو د کانونو په برخه کې پانګونې کړي او د چين په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې کارونه هم شروع کړي دي.

نړۍوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جېبونو ته ځي.

نور خبرونه

رادیو