طالبانو په هرات ولایت کې یوه ښځه په ۳۹ درو وهلې

د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات ولایت کې یې یوه ښځه په ۳۹ درو وهلې ده. دغه خبرپاڼه چې نن سه شنبه (د چنګاښ په ۵مه نېټه ) خپره شوې په کې راغلي، چې دغه مېرمنه «په زنا» تورنه وه.