د تودوخې څپه؛ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله ۸ کسه مړه شوي دي

د کراچۍ د ملکي روغتون اداره وايي، نن په دغه روغتون کې د سختې ګرمۍ له امله ۸ تنه ناروغان مړه شوي دي. د دغه روغتون د چارواکو په وینا، له ګرمۍ څخه اغېزمن شوي شاوخوا ۴۵ ناروغان دغه روغتون ته لېږدول شوي وو.