ځايي سرچینې: تېره شپه د خیبرپښتونخوا بنو کې د هوايي برید له امله درې وسله وال وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، تېره شپه د خبیرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په سر پل سره درګه سیمه کې د بې پېلوټه الوتکې د برید له امله درې وسله وال وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي. پاکستاني پوځ لا په دې اړه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې.