د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په کراچۍ ښار کې په تېرو درېیو ورځو کې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي. ويل کیږي، په دغه ښار کې د برېښنا پارچاوي هم تر ساعتونو اوښتې چې ان کله په ورځ کې تر لسو ساعتونو رسیږي.