روسي رسنۍ: د هند لومړی وزیر به راتلونکې میاشت روسیې ته سفر وکړي

د روسیې خبري رسنۍ رشیا ټوډې راپور ورکړی چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به راتلونکې میاشت روسیې ته سفر وکړي. د دغې رسنۍ په وینا، په داسې حال کې چې د دغه سفر لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی، خو د سفر کره نېټه لا نه ده څرګنده.