مولانا فضل الرحمان: داسې ښکاري چې ټي ټي پي به په درېیو میاشتو کې خیبرپښتونخوا ونیسي

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، داسې ښکاري چې په راتلوونکو درېیو میاشتو کې به ټي ټي پي د خیبرپښتونخوا ایالت سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. هغه وايي، ټي ټي پي به په دغو سیمو کې ډېر ژر «اسلامي امارت» اعلان کړي.