د تودوخې څپه؛ په کراچۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګرمۍ له کبله ۷ کسه نور مړه شوي دي

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې په کراچۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګرمۍ له کبله ۷ کسان مړه شوي دي. د سند د عامې روغتیا وزارت وایي، کراچۍ کې د پنجشنبې په ورځ د ګرمۍ ۲۱۲ پېښې راپور شوې، چې په کې د ګرمۍ تر ټولو زیاتې پېښې په مرکزي سیمو کې ثبتې شوې دي.