طالبان: د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره مو تر ۱۵۰ زیات لاسپېکرونه ټول کړل

د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره د څه باندې ۱۵۰ لاسپېکرونو د راټولو خبر ورکړ. پر کابل سربېره ولایتونو کې هم خلک د جوماتونو د لاسپېکرونو له لوړ غږ شکایت لري، خو طالب چارواکو په دې هکله کوم اقدام نه دی کړی.