پاکستان کې نا امنۍ؛ دوه پولیس وژل شوي او څلور ټپیان دي

د سند صوبې په کندهکوټ سیمه کې وسله والو د پولیسو پر پوستې برید کړی چې دوه پولیس په کې وژل شوي او دوه نور ژوبلېدلي دي. د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې هم د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کې دوه پولیس ټپیان شوي.