په بریټانیا کې پارلماني ټاکنې او واک ته د کارګر ګوند د بیا راستنېدلو وړاندوینه

د رای ورکولو څانګې د پنجشنبې په سهار (د چنګاښ په ۱۴مه) په ټوله بریټانیا کې پرانېستل شوې. داسې وړاندوینه کېږي، چې د دغو ټاکنو پایلې به د محافظه کارانو ۱۴ کلن حکومت پای ته ورسوي او د کارګر ګوند به واک ته راستون شي.