د لبنان په سوېل کې د اسراییل په هوايي برید کې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان ووژل شو

د لبنان حزب الله وايي، د دوی یو جګپوړی قوماندان محمد نیما ناصر د لبنان په سوېل کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. د ایران په ملاتړ دغه ډله وايي، چې د دغه برید په ځواب کې یې د اسراییل پر پوځي پوستو ۱۰۰ توغنذي توغولي دي.