• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناروغ افغانستان؛ د نړۍوالو غونډو نیمګړې پایلې او د افغانستان نامعلوم راتلونکی

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

له ۲۰۱۲ وروسته د ناټو له خوا د ستراتیژیک کمونکېشن په اړه کنفرانس په دوبی کې جوړ شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

په دغه کنفرانس کې یو شمېر افغانانو، د ناټو د هېوادونو د بېلابېلو څېړنیزو ادارو، رسنیو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي قوتونو د ستراتیژیک کمونکېشن استازو برخه درلوده او زه هم دې کنفرانس ته بلل شوی وم.

په کابل کې د ناټو د ستراتیژیک کمونکېشن یا(psychological operation) Psyops مسوول هغه وخت ویلي وو، چې د امریکا د متحده ایالاتونو په سیاست کې د افغانستان مساله د دغه هېواد د سیاسي مسایلو په نوملړ کې سلمه مساله ده.
هغه وخت او اوس هم ډېری افعانان په دې فکر او عقیده دي، چې افغانستان د نړۍ د ثقل مرکز دی.
افغانستان نړۍوالو او په ځانګړې توګه د امریکا لپاره لومړیتوب لري.
هو!
افغانستان د افغانانو لپاره مهم دی او تل د افغانانو د پام لپاره باید د ثقل مرکز وي، ځکه افغانان که هر چېرته وي، افغانستان هېرولی نشي او د افغانانو ژوند، عزت، سوکالي او ښادي د افغانستان ثبات او عزت پورې تړلې ده.
خو له بده مرغه نن سبا په نړۍ کې نور ډېر زیات مهم مسایل روان دي، چې افغانستان د نړۍ د لومړیتوبونو او خبرونو په سر کې نه راځي.
دا چې د افغانستان مساله به د امریکا د متحده ایالتونو د لومړیتونو په نوملړ کې څوومه مساله وي، ښایي اوس به د سلو مسایلو په نوملړ کې هم نه وي.
دا چې د افغانستان ناورین د لویو طاقتونو د لومړیتوبونو او توجه په سر کې نه دی، بیا هم چې کله یوه او بله غونډه هلته او دلته د افغانستان په هکله جوړیږي، که پایلې ملموسې هم نه وي، باید په نېک فال ونیول شي، ځکه د افغانستان د ناورین حل یوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، بلکې د سیمې او د نړۍ د هېوادونو رول لکه څنګه چې د افغانستان په وراني او ګډوډي کې منفي اغېزې درلودې یا لري، همداسې د دوی رول د افغانستان په جوړولو او ثبات کې هم مهم دی.
نه افغانستان دوی بې له افغانانو جوړولی شي او نه افغانان په ځانګړې توګه د دوی له ښه نیت پرته په افغانستان کې سوله او ټیکاو راوستلی شي.
د نړۍ، سیمې او د افغانانو تر منځ د تفاهم ژبه او هم په یوه موازي کرښه کې د ګټو راوستل مهم دي.

100%


راځو په دې بحث کوو، چې د دوحې د غونډې پایلې ولې ملموسې نه وې؟
له بده مرغه تر دې دمه د افغانستان د مسایلو په حل او ناورین کې د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه چې برخه او یا لېوالتیا لري، هم نظره نه دي.
همدا شان افغانان هم په خپل منځ کې سره متحد نه دي او هر کله بالاخره مساله ده.
دوی ځکه سره هم نظره او متحد نه دي، چې د ټولو خواو ګټې سره متضادې او موخې توپیر لري.
همدا علت دی چې په ټولو سیمه ایزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان او د افغانانو ګټې د بحثونو اصلي محور نه دي.
دا چې په ټولو غونډو کې د خبرو محور د افغانانو او د افغانستان ګټې مطرح نه وي، نو خامخا به په دغه غونډو کې د رڼا د څرک پر ځای د تورتمونو څرکونه لیدل کیږي.
د افغانستان د ناورین په اړه ولې افغانان، سیمه او نړۍ سردرګومه ده، د دغه سردرګومۍ ځیني مسایل په دغه لیکنه کې څیړل شوي دي.
کېدای شي یو شمېر لوستونکي له دې لیکنې سره موافق نه وي، خو د دغه مسایلو یادول د افغانانو لپاره اړین دي، ځکه دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د برحاله او راتلونکو ناورینونو د مخنیوي په برخه کې د خپل وس په اندازه د هرې مشروع ممکنې لارې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د مرض د سردرګومۍ یا جاخې تشخیص معلوم دی.
د ناروغ د درملنې یا حل لپاره دارو هم معلومه ده، خو لویه ستونزه دا ده، چې د ناروغ د علاج په سر د ناروغه افغانستان د وارثینو او معالجو ډاکترانو تر منځ د لارې په حل لانجه ده او دا لانجه تر دې حده هم ده، چې مخکې له دې چې ناروع ته درمل ورکړل شي، د ناروغ ناروغي انتاني شوی او اوږدې درملنې ته اړتیا لري.
د ناروغ افغانستان وارثین او خواخوږي او معالج ډاکتران ددې پر ځای چې ناروغ ته درمل ورکړي، څو د مریض حالت ښه شي، د دوی تر منځ جنجال او اختلاف ورځ تر بلې زیاتېږي.
د دې ډېر احتمال شته، چې مریض یا د افغانستان اصلي ستونزه د ټولو له یاده ووځي او یا پر ځای یې لسګونه نورې ناروغۍ سر راپورته کړي، ځکه د نویو جنجالونو لپاره چای جوشونه اېشي او د اور د مړ کېدو پر ځای د اور د تازه کولو لپاره خس او خاشاک راټولول کیږي او د جګړې اور د مړ کېدو په حال کې نه دی.
کله چې حالات کړکېچن شول، د افغانستان د مسلې جاخه به نوره هم سره جنجالي کیږي او د انجړلې پنجړلې ګوټلی د تار سر یا نخ تار به د ټولو نه ورک وي.
نه به د ناروغه افغانستان وارثین او نه به خواخوږي او نه به د سیمې او نړۍ معالج ډاکترانو سره د حل کومه لاره وي، بلکې ټول به په عقلي او عصبي ناروغیو اخته او مریض به هم لکه اوس د زنکدن شپې او ورځې شمېري.
د ناروغ د ناروغۍ تشخیص دا دی، چې اکثره افغانان د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې دخیل او ذیعلاقه هېوادونه او ان د طالبانو اکثره لوړپوړي غړي په دې عقیده دي، چې د افغانستان موجوده وضعیت او د طالبانو حاکمیت چې ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري او د عدم مشروعیت او قانوني حکومت په نه شتون کې فزیکي، بشري او رواني امنیت یې له ګواښ سره مخامخ دی، د اقتصاد انجن چې پانګونه او بانکي سیستمونه دي فلج دي او له هېواد څخه د وتلو یا تېښتې لړۍ په بې سارې توګه روانه ده، ټولو خواوو ته د منلو وړ نه ده او هم په اوسنې شکل د طالبانو حاکمیت دوام نه شي کولی.
په ساده اصطلاح د افغانستان موجوده حالت د هغه اور اخیستي پرتوګ په شان دی چې نه اور مړ کولی شی او نه پرتوګ اېستلی شی.
د دغه مضمن مرض د درملنې پیل باید په دې وشي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د سیالیو پر ځای یوې واحدې اجماع ته ورسېږي.
افغانان هم باید د سیمې او نړۍ سره داسې اجماع ته ورسېږي، چې هم د افغانانو لپاره، هم د سیمې د هېوادونو او هم د نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواته ته د ګټې ګټې یا Win-Win Situation وي.

دا حالت هغه وخت رامنځته کیدلې شي چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت حاکم شي.
که مشروع او قانونمند حکومت نه وي، بیا افغانستان د افغانانو لپاره، د سیمې د هېوادونو او نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواو ته د تاوان تاوان حالت یا Lose-Lose Situation وي.
د مشروع او قانونمند حکومت د جوړېدو لپاره فرموله جګړه نه ده، بلکې معنا داره بین الافغاني ډیالوګ دی.‌
د بین الافغاني ډیالوګ له لارې د اساسي قانون درلودل او د قانون په چوکاټ کې د نفي او انحصار سیاست باید نه وي.
د طالبانو په ګډون هیڅ خوا نفي کولی نه شي، بلکې ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د کار، ژوند او سیاست حق ولري.
د اساسي قانون د تصویب او تعدیل د یو څو افراطي کسانو چې څوک یو قسم او څوک بل قسم نظامونه او سیستمونه غواړي، کار نه دی، بلکې دا د ولس کار دی چې د لویې جرګې یا د ریفرنډم له لارې اساسي قانون تعدیل او یا نوی تصویب کړي او د اساسي قانون پر بنسټ بیا مشروع او قانونمند حکومت د ولس په خوښه او رایه رامنځته شي.
نه ټولګډونه حکومت د افغانانو په درد خوري او نه د انډیوالۍ او سهامي شرکت حاکمیت د افغانستان ستونزې حل کولی شي.
د ویانا په کنفرانس کې مو په ډېر وضاحت سره وویل، چې که ولس ډاکتر انارکلی ته رایه ورکړله، چې هم ښځه او هم سکهه افغانه ده، مونږ یې باید ومنو او که ولس طالبانو ته رایه ورکړه هم یې باید ومنو، ځکه ولس به همدوي غواړي.
یوازې او یوازې اساسي قانون د خلکو حقوق او د نظام بقا تضمینولي شي.
دا چې د افغانستان مطلق ولس مسلمانان دي، نو اساسي قانون به خامخا د مخکیني اساسي قوانینو په شان د اسلام په روحیه برابر وي.‌
که طالبان یا نور افراطیان وایي، چې اساسي قانون په اسلام کې نه شته دا سمه نه ده، ځکه فقه قانون دی چې جمهور علما د خپل وخت د اړتیاو په اساس رامنځته کړې ده.
کله چې جمهور علما وایو، نو جمهوریت هم د اسلام سره مخالفه پدیده نه ده ځکه د جمهوریت قوانین د هر ملک د دین، مذهب او عنعناتو مطابق وضع کیږي او د افغانستان قوانین لکه د مخکې په شان به د اسلام او افغاني روحیې سره برابر وي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ناروغي او تشخیص یې هم معلوم دی او د حل لپاره یې درمل او فرموله هم معلومه ده، نو ولې افغانان، د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې ښکېل هېوادونه نشي کولی، چې اجماع ته ورسېږي؟
اصلي خبره د ګټو او د ګټو خوندي کول او د قدرت ساتل دي.

100%


لومړۍ برخه:

له طالبانو څخه به یې پیل کړو.
د طالبان افراطي مشران او د هغوی ړانده پیروان تر اوسه په خیالي غرور مست دي، چې دوی نړۍ ته ماتې ورکړې،‌ د دوی ماډل د اسلامي حاکمیت د نړۍ د ټولو ماډلونو څخه بهتر دی، د دوی امیرالمومنین چې نه یې د بیعت اصول او هویت معلوم دی، د الله تعالی خلیفه دی، دوی د اسلام ټیکه داران او ساتونکي دي او د دوی په فکر د دوی حاکمیت مشروعیت لري.
د مشروع خلیفه یا امیر خبره بې له چون او چرا باید افغانان ومني.
همدا شان نړۍ هم باید د دوی غوښتنې او احکام قبول او دا چې په دننه افغانستان کې هر ډول بندیزونه لګوي او یا ظلم کوي، هغه د دوی کورنۍ موضوع ده.
طالبان دغه حالت ته واقعیتونه وایي او نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه ومني.
د دوی دا ډول طرز د فکر د دې لامل شوی، چې دوی ولس ته مسوولیت ونه لري او که د چا خوښه وي او که نه، دوی به خپل حاکمیت ته دوام ورکوي.
د دوی ملګري او مشران له هر ډول حساب ورکولو خلاص دي او کولی شي، چې دوی درې ښځې وکړي، موټر ولري او کورونه واخلي.
د دوی د پلویانو فساد د دوی لپاره روا ښکاري.
دا پورته طرز د فکر، اکثریت افغانانو او نړۍوالو ته د منلو وړ نه دی، همدا علت دی چې د نړۍ هېوادونه افغانستان په رسمیت نه پیژني.
د افغانستان د سفارتونو استازو ته کوربه هېوادونه په درنه سترګه نه ګوري، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ له طالبانو سره نه ده.
د طالبانو مهم مشران د وزیرانو په کچه د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي.
د افغانستان بانکي سیستم فلج دی، اکثره هېوادونه له طالبانو سره د پټ پټونې لوبه کوي، نه یې په رسیمت پيژني او نه یې د لېرې کولو اراده لري.
افغانان هم په دننه او هم په بهر کې د طالبانو په دې کړنو خوشحاله نه دي، چې هېواد یې د نړۍ په کچه مشروعیت ونه لري، تعلیمي نظام د زوال په حال کې وي، په ښځو د لوړو زده کړو او کار بندیز وي، بانکي سیستمونه فلج وي، بېوزلي ورځ تر بلې زیاتیږي او د چا چې وس کیږي له هېواد څخه وځي.
د طالبانو دا ادعا چې دوی د دین ساتونکي دي، غلطه ادعا ده ځکه الله تعالی خپل پیغمبر ته وایي، چې د دین ساتونکی ته نه یې او االله تعالی د دین ساتونکی دی.
له دین څخه د قدرت لپاره سوء استفاده پخپله لوی فساد دی، چې هم دین ته صدمه رسوي او هم افغانانو او افغانستان ته.
د دوحې غونډې ته د طالبانو استازي د افغانانو او د یوه مشروع حکومت د استازو په توګه بلل شوي نه و، بلکې هغه د حاکمې ډلې یعنې یوازې د طالبانو د ډلې د استازي په توګه بلل شوې و.
په دې بحث نه کوو، چې د طالبانو حاکمه ډله نه سیستم لري اونه په خپل سیستم اعتبار لري، که نه یو ویاند باید هلته نه وای تللی، بلکې د بهرنیو چارو وزیر، معین او یا د دوی سفیر په قطر کې برخه اخیستې وی، ځکه د نړۍ ډیپلوماټیک نورم همدا ایجابوي.
حتی له پاکستان سره د مسایلو د حل لپاره د کندهار والي لیږي، خو د کورنیو، بهرنیو او د دفاعي چارو وزیرانو ته اهمیت نه ورکوي، ځکه د دوی سیستم په انډیوالۍ ولاړ دی او فکر کوي، چې د نړۍ سیاست هم په انډیوالۍ چلیږي.
داسې نه ده کله چې د یوه هېواد ګټې له ګواښ سره مخ شي، نو بیا په سیاست کې انډیوالي نه شته، ځکه ښه بېلګه یې د پاکستان او طالبانو انډیوالي وه، چې کله د پاکستان ګټې د ۲۰۰۱زکال د سپټمبر نهمې نیټې له پېښې وروسته له ګواښ سره مخ شوې، پاکستان خپل پخواني انډیوالان امریکایانو ته په لاس ورکړل، بندیان یې کړل او ځیني یې ان ووژل.پاکستان د مجاهدینو له مشرانو سره هم همدا کار وکړ.

100%


دویمه برخه:

د افغانستان د معضلې د طالبانو مخالفین دي.
د طالبانو مخالفین هم سره د پخوا په شان متحد نه دي، د اکثره سیاسي جریانونو او په ځانګړې توګه د هغو جریانونو روایتونه چې په پوځي حل عقیده لري، د پخوا په شان دي، نه یې سیاسي‌ موخه معلومه ده او نه یې د جګړو تمویل کوونکې منبع او نه هم د جنګ د عقبې لپاره د مجاهدینو او طالبانو په شان اډه لري.
د جګړو په مشروعیت او عدم مشروعیت دلته بحث نه کوو او نه په دې بحث کوو چې جنګونه څومره ستونزې زیږوي.
د جګړو لپاره لاپې شاپې ډیرې دي، خو واقعیتونه دا دي چې د جنګ او د جنګونو د دوام لپاره لېوالیتا د اکثره افغانانو په منځ او حتی د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ نشته، ځکه ټول په دې پوهیږي چې د جګړو د دوام له امله د جګړو د اور بڅرکې په سیمه کې په ډېرې اسانۍ سره خپرېدلی شي او دغه حالت د ټولو لپاره د تاوان تاوان یا Lose-Lose Situaiton دی.
البته که حالات همداسې دوام کوي، جګړې او نیابتي جګړې خامخا پیلېږي او د راروانو جګړو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، ځکه د دوی حاکمیت راتلونکو نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.
دا هم واضح حقیقت دی، چې په نیابتي جګړو کې د افغانانو، د سیمې او ان د نړۍ هغه هېوادونو چې د افغانستان په مسله کې لېوالتیا لري، خیر نه شته خو د دغه واقعیت په شتون کې نیابتي جګړې د سیمې او نړۍ د متضادو موخو له امله خامخا رامنځته کیږي او هېڅوک یې مخه نشي نیولی.
البته د سیمې او نړۍ افراطي ډلې همدا حالت غواړي، ځکه که مشروع او قانونمند حکومت رامنځته کیږي نو بیا دوی ته په افغانستان کې ځای نه وي.
ولې د جګړو مخه نه نیول کیږي، ځکه چې هر څوک د هغه فرمولې په اساس چې د دوښمن، دوښمن زما دوست دی، هره خوا خپلې نیابتې ډلې د یو بل په ضد پیاوړې کوي.
ولې د افغانستان په مسایلو کې د سیمې او نړۍ د ښکېلو خواوو تر منځ متضادې ګټې شتون لري او دوی غواړي، چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان په جغرافیه کې له نیابتي ډلو څخه کار واخلي په داسې حال کې چې اکثره یې د دغه ډلو د پیاوړي کولو او د جګړو په پایلو پوهیږي؟
ځینې افغانان کله کله داسې فکر کوي، چې د نړۍ او یا د سیمې هېوادونه د افغانستان په هکله معلومات نه لري او هڅه کوي، چې نړۍ وپوهوي چې افغانستان څنګه هېواد دی او په افغانستان کې څه روان دي.
د نړۍ د اکثرو ملکونو ولسونه د نورو هېوادونو په مسایلو په تفصیل نه پوهیږي، خو د دغو هېوادونو استخبارات او سیاسیون په دې پوهیږي چې په افغانستان کې څه روان دي او ان د افغانستان د اکثره سیاسیونو او فعالینو د پښو اندازه او د فکر تولید ورته هم معلوم دی او په دې هم پوهیږي چې څنګه د خپلو ګټو لپاره روایتونه جوړ کړي او څنګه د افغانانو جنګي ډلې کرایه کړي.
هغه افغانان چې فکر کوي نړۍ نه پوهیږي، هغوی داسې سوچ کوي چې دوی لکه کڼو ته غږیږي او په زوره خبرې کوي چې کاڼه نړۍوال یې واوري، خو کڼو ځانونه کاڼه اچولي دي او یوازې هو او نه کوي ځکه هغوی په دې پوهیږي چې افغانان څه وایي او حالات څنګه دي.
دلته د سیمې د هغه هېوادونو په اړه لږ تفصیل ورکوم چې د افغانستان په مسایلو کې لېوالتیا لري او ولې د دوی ګټې سره متضادې دي؟
کله چې مونږ سیمه او نړۍ وایو نو سیمه او نړۍ یو مشخص ادرس نه لري او د هر هېواد ګټې د بل هېواد له ګټو سره توپیر لري.
هر هېواد د خپلو ګټو لپاره ستراتیژیک دوستان او دښمنان لري او هڅه کوي، چې خپلې ګټې خوندي کړي.
د بېلګې په توګه که مرکزي اسیا یاده کړو، د تاجکستان او قرغزستان تر منځ مستقیم پروازونه نه شته او که له دوشنبې څخه غواړې چې قرغزستان ته لاړ شي نو اول باید دوبی یا استانبول ته لاړ شئ او بیا له هغه ځای څخه قرغزستان ته ځئ او همداسې له قرغزستان څخه دوشنبې ته.د تاجکستان او ازبکستان تر منځ او همداسې د قزاقستان او ترکمنستان تر منځ زیاتې ستونزې د اوبو او سرحدونو تر منځ وجود لري، بیا د دې هېوادونو اړیکې د روسیې، چین او امریکا سره جلا بحث دی.که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري.که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري.که منځنۍ ختیحه یاده کړو، نو د عربي هېوادونو او ایران تر منځ ډیرې ستونزې شتون لري چې مسایل یې لا نور هم مغلق کړي دي.د فلسطین مساله، د سورې جګړه، د بحرین، یمن او سعودي جنجالونه او داسې نور.که د لویو طاقتونو خبره کوو، نو هغه خو واضح حقیقت دی چې د امریکا، روسیې، چین او اروپایانو تر منځ بلا ډیرې ستونزې او رقابتونه موجودې دي.لوی طاقتونه هڅه کوي چې مستقیم له یو بل سره په ټکر کې نه شي او تل هڅه کوي، چې نیابتي ډلې د یو او بل په ضد استعمال کړي او یا د جګړو لمن د خپلو سیمو نه لرې او د نورو د نفوذ په سیمو کې ورته دوام ورکړي.ځکه په کومه سیمه کې چې جنګ وي، د هغې سیمې هېوادونه زیات تاوان کوي او له سیمې څخه د بهر هېوادونو لخوا په لږو امکاناتو جګړې تمویل کولی شي، خو دغه جګړې په مستقیمه توګه متخاصمو هېوادونو او یا د سیمې د هېوادونو لپاره په زیات قیمت تمامیږي.د تېرو جګړو او اوسنیو جګړو مثالونه زیات دي، د افغانستان جګړه په تېرو څو لسیزو کې او همدا شان د منځني ختیځ، د سوریې، د اوکراین، سوډان، کانګو، ویټنام، نیکاراګوا او د داسې نورو هېوادونو جګړې.په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران وېره دا ده، چې امریکا له طالبانو څخه د دوی د ګټو په خلاف کار وانخلي، ځکه امریکا په لږه مرسته کولی شي چې دا سیمې نارامه کړي، له همدې امله هر هېواد غواړي، چې له طالبانو سره منفي تامل ته دوام ورکړي.طالبان هم پوهیږي چې د دوی خریداران په سیمه کې زیات دي او د خپلو ګټو او قدرت ساتلو په خاطر له ټولو هېوادونو سره منفي تامل ته دوام ورکوي، خو په دې هم پوهیږي چې دوی نه شي کولی چې د امریکا په ضد او یا د هغوی له خوښې پرته د امریکا د ګټو په خلاف عمل وکړي.تر اوسه امریکا د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ لري او د امریکا په اندازه مرسته هیڅ یو بل هېواد د افغانستان او طالبانو سره نه شي کولی.هند هم په کلونو غوښتل، چې د جګړې لمن د خپلې سیمې او له پاکستان سره د سرحدونو څخه لرې په افغانستان کې وساتي.هند په ډېر لږه مرسته د افغانستان او د افغانستان د ځینو ګروپونو سره څو لسیزې هڅه وکړه چې د پاکستان له شر څخه ځان خلاص کړي او په افغانستان کې یې مصروفه وساتي.هند نن سبا په اقتصادي او پوځي لحاظ له پاکستانه ډېر پرمختګ کوي او پاکستان خپل رقیب نه ګڼي، خو غواړي چې د پاکستان له شر څخه ځان وساتي او پاکستان باندې د سافټ پاور له لارې فشار راولي چې په هند کې مداخله ونه کړي.له پاکستانه هم لاره ورکه ده، ځکه په نړۍ کې د پخوا په شان خریدار نه لري لکه د نړۍ د سوړ جنګ په دوران کې یې چې د امریکا او لویدیځ څخه او همدا رنګه د چین او عربي هېوادونو نه په میلیاردونو ډالره اخیستل، خپل پوځونه یې عربانو ته په کرایه ورکول او یا پاکستانیانو ته په نورو هېوادونو کې د کار زمینه برابروله.اوس پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ژورو ستونزو سره مخامخ دی او هغه افراطي ډلې یې چې جوړې کړې وې، د هماغه مارانو له خوا به خوړل کیږي.دوی فکر کاوه چې د طالبانو له راتګ سره به افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وي او د طالبانو د راتګ په ابتدا کې همداسې وه.

100%


روس او چین هم سره رقابت لري او غواړي چې د خپلو ګټو په خاطر سره همکاري ولري. چین د قزاقستان او ازبکستان له لارې د یو سرک او یو کمربند د پروژې په اساس د پراخې ترانسپورټې لارې جوړول پیل کړیدي چې د ایران له لارې چا بهار ته ورسیږي. د چین بله پروژه د پاکستان له لارې د سیپیک پروژه ده چې ګوادر بندر ته ورسیږي.

د دغه پروژو په سر، د ایران او پاکستان رقابت هم شتون لري، روسیه هم نه غواړي چې د مرکزي اسیا هیوادونه په چین متکي شي او د روسیې د نفوذ نه خلاص شي. هند هم نه غواړي چې ګوادر تقویه شي ځکه هند د چین او پاکستان د ګټو خلاف دی او دا پروژې د چین نفوذ زیاتوي او د هند نفوذ کموي.

له بله خوا امریکا نه چا بهار غواړي او نه ګوادر ځکه په دواړو پروژو کې د چین نفوذ زیاتیږي او چین د منځني ختیځ سره وصلیږي. د دې په عوض امریکا، هند، د متحده عربي ایالاتو، بحرین او اسرایلو د ابراهیم په نوم تجارتي قراردادونه امضا کړل چې د خلیج د همکاریو هیوادونه د عربستان سعودي په شمول دغه قرارداد پراختیا لپاره سترګې په لار دي.

دا قرار داد ایران او چین لپاره یو لوی چیلنج جوړوي.‌ د دغه قرارداد نه وروسته ایران او چین د فلسطین شخړې ته لمن ووهله چې دا قرارداد عملي نه شي.

که دا رقابتونه همداسې تحلیلوي نو یو کتاب ترې جوړيږي چې اوکراین، لرې خټیخ او نورو سیمو کې کوم کوم رقابتونه روان دي.

اصلي خبره دا ده چې افغانان د هغه متل په اساس که غم خود را بخورد لاغر نشود، عمل وکړي ځکه أفغانستان په هیڅ صورت کې په دې موقف کې نه دی چې په دغه رقابتونو کې ځانونه ښکیل کړي او که ځانونه ښکیل کوي نو د پخوا په شان به یې یوازې ملاګانې او پښتې ماتیږي او نور هیڅ نه شي کولې.

پایله:

په دې توګه د پورته مختصر تحلیل نه وروسته ویلې شو، چې د سیمې هېوادونه او د سیمې نه بهر نور هیوادونه چې د افغانستان په چارو کې لیوالتیا لري، هغوي په افغانستان کې زیاتې اقتصادي ګټې نه لري؛ بلکې د دوی لیوالتیا د افغانستان نه د امنیتي تهدیداتو او مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق له امله ده.

په همدې خاطر دوی د طالبانو په منځ کې او هم د طالبانو او د طالبانو د مخالفینو په منځ کې هر هېواد خپل پلویان لري او د هر ډول سیاسي او امنیتي حالاتو د تغیر په هکله په متبادلو بدیلونو کار کوي او یا متبادل بدیلونه لري.

یوازې افغانان دي چې متبادل بدیل نه لري او یوازینی بدیل دا دی، چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت رامنځته شي، چې هم د افغانانو ګټې خوندي شي او هم سیمه او نړۍ د أفغانستان نه ویره ونه لري.

د یو قانونمند او مشروع حکومت په درلودلو سره افغانستان د سیمې او نړۍ سره په سوله ییزه توګه ژوند، سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودلې شي.

دا حالت د ګټې - ګټې یا Win-Win Situation د ټولو لپاره دی.

دغه د ګټې - ګټې حالت هم تر هغه وخته رامنځته کیدلې نه شي، چې افغانان پخپله او په خاصه توګه طالبان چې اوس حاکم دي، یو بل ونه مني، د اصولو او قوانینو په اساس سره راټول او د أفغانستان د راتلونکي لپاره سره په یوه همه شموله پروسه او تګلاره توافق وکړي چې په هغه کې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي.

د دغه کار لپاره د دنیا نه مرسته اخستل هم ګټه نه لري او نه هم دنیا دومره وخت هم نه لري چې خپله ټوله انرژي په أفغانستان مصرف کړي.

دا خیالي او ارماني فکر نه دی بلکې د واقعیتونو او د راتلونکو خطرونو په نظر کې نیولو سره افغانان پخپله کولې شي ځکه افغانان پخپله سره جوړ شي نو نه یې نور استعمالولې شي او نه به افغانان د نورو د ګټو لپاره قرباني ورکړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.




















•
•
•

نور کیسې

پښتون ولس ولې د پوځي عملیاتو مخالفت کوي؟

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د تېر جون میاشتې په ۲۲ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د «Apex Committee» یا د لوړپوړې کمیټې غونډه دایره شوه، چې پرڅو وزیرانو او ملکي بیوراکراتانو سربیره یو شمیر جنرالانو هم پکې ګډون کړی و.

له غونډې نه وروسته د وزیراعظم د دفتر بیان کې د پاکستان حکومت په هیواد کې د مخ په زیاتبدونکې ترهګرۍ په ضد د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات اعلان کړل.

دا خبره څرګنده ده چې دغه عملیات به پښتونخوا کې کیږی، چې د ټيټي پي جنګیالیو په کال ۲۰۲۳ کې دوه نیم ذره شاوخوا حملې کړې وې او یا به هم پوځيعملیات په بلوچستان کې کیږي، ځکه چې هلته له بلوچ ملتپالو جنګیالیو سره د پاکستان د پوځ جنګ روان دی.

پاکستان کې عجیبه خبره دا ده چې هسې خو د اساسی قانون سره سم مرکزي، ایالتي او محلي حکومتونه شته، خو چې کله خبره دغسې اساسي او حساسو تصمیمونو ته راشي، نو بیا فیصلې په پارلمان یا په کابینه کې نه کیږي، بلکې جنرالان فیصله کوي او حکومتونه بغیر د کوم چون یا چرا نهد دغو تصمیمونو په منلو مجبور وي.

دغه تش په نوم لوړپوړې کمیټه په اساسي قانون کې ذکر شوی اورګان یا موسسه نه ده. دا تشه د حکومت د ملکي او نظاميڅانګو کې د هم هنګۍ راوستو یوه عادي کمیټه ده، نو د پوځي عملیاتو فیصله د دغې عادي کمیټې تر پردې لاندې جنرالانو وکړه او کابینه او پارلمان به صرف په دې ګوته لګوي.

د چینایانو ژغورل

د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو په باره کې د بیان له مخې، په پاکستان کې د چینایانو د ژغورنې لپاره د لازمو ترتیباتو نیولو اراده هم څرګنده شوې ده.

داسې ښکاري چې تیره میاشت چې وزیراعظم شهبازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د چین په سفر تللی وو، نو هلته د چینايي دولت او حکومت مشرتابه پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو کې د چینايي اتباعو په وژل کیدو خواشیني او تشویش څرګند کړی واو د پاکستان حکومت نه یې د دغو بریدونو د مخنیويلپاره د اغیزمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان په مرکزي حکومت او پنجاب، سند او بلوچستانکې واکمن ګوندونه لکه مسلم لیګ، پیپلز پارټي او متحده قومي مومنټ د عزم استحکام عملیات تاییدوي، خو په پښتونخوا کې د سیاسيګوندونو او خلکو مطلق اکثریت د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی.

په دې کې په پښتونخوا کې واکمن ګوند پی ټی ای،مخالف ګوندونه لکه جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، پي ټي ایم، این ډي ایم، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي شاملې دي. البته د پوځي عملیاتو په مخالفت کې د دغو ګوندونو انګیزې د یوه بل نه مختلفې دي.

که څه هم مرکزي حکومت وايي چې د پښتونخوا د صوبايي حکومت وزیر علي امین ګنډاپور، چې د عمران خان د پي ټي ای ګوند غړی دی، هم د لوړپوړې کمیټې په غونډه کې ناست و او د عزم استحکام د عملیاتو د تصمیم مرسته یې کړې وه، خو علي امین ګنډه پور د راولپنډۍ په محبس کې د عمران خان سره لیدلو نه وروسته وویل چې عمران خان هغه ته د دې پوځي عملیاتو د مخالفت لارښودنه کړې ده.

عمران خان او ټي ټي پي

عمران خان هم د عزم استحکام عملیاتو مخالف دی
100%
عمران خان هم د عزم استحکام عملیاتو مخالف دی

عمران خان او د هغه ګوند تل له ټي ټي پي سره ښې اړیکې لرلې او د هغوی په ضد یې د پوځي عملیاتو مخالفت همیش کړی دی.

په ۲۰۱۴ کې چې کله ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره خبرو لپاره خپل نمایندکان ټاکلي وو، نو په هغو کې یې پر ځینی ملایانو سربیره د عمران خان نوم هم د خپل نماینده په توګه اعلان کړی و.

ځینې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې طالبان او د عمران خان ګوند دواړه د پوځ پروژې دي، یوه څانګه یې نظامي چارې پرمخ بیايي او بله څانګه یې د سیاسي چارو مسولیت په غاړه لري.

مولانا فضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت العلمای اسلام ځکه د عزم استحکام د عملیاتو مخالفت کوي چې هغه د پاکستان په پوځ د فرورۍ په اتمه ټول ټاکنو کې د درغلۍ تور پورې کوي او وايي چې په پښتونخوا کې د پي ټي ای واکمني د پوځ د درغلۍ په نتیجه کې منځ ته راغلې ده.

فضل الرحمان دغه عملیات عزم عدم استحکام بللي او وايي، چې د پخوانو پوځي عملیاتو غوندې به د دغو عملیاتو په نتیجه کې ترهګري خو له منځه ولاړه نه شي، بلکې په پښتونخوا کې به بې ثباتي لا پسې زیاته شي.

فضل الرحمان د جنرالانو څخه دا ګیله هم لري چې د هغه د ګوند غړي د داعش له خوا شویو بریدونو کې له منځه وړل کیږي، خو حکومت د دوی په ژغورنه کې پاتې راغلی دی.

د پښتنو مخالفت

د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره
100%
د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره

د پښتونخوا ملتپال تل د پاکستان په دولت تور پورې کوي چې هغه د ابر قدرتونو نه پیسې لاس ته راوړلو لپاره د افغان/پښتون په خاوره او وینه نیابتي جګړې کوي او دا هم چې د خپل د هویت د بحران له ویرې افغانستان کې جنګونو ته لمن وهي ترڅو چې افغانستان مضبوط نه شي.

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پښتونخوا ولس د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرو د پاللو او میشته کولو په ضد خورا ډیرې مظاهرې او لاریونونه کړي وو.

ولس د ترهګرو او د پوځ د عملیاتو دواړوپه ضد شعارونه ورکول. پښتونخوا کې په تیرو دوه نیمو لسیزو کې د پاکستان حکومت طالبان او د نړۍ د نورو سیمو نه راغلي ترهګر پهافغانستان کې جګړې لپاره پښتونخوا کې میشت کړي وو.

کله کله به یې د نړیوالو سترګو ته د خټې اچولو په موخه د ترهګرو په ضد تش په نوم پوځي عملیات و کړل چې په حقیقت کې به دوی عام پښتون ولس قتلاوه، د هغوی کورونه به یې ورانول او هغوی به یې په کډه کولو او بې کوره کیدو مجبورول او بیا به یې په میډیا کې په دغو مظلومو خلکو د ترهګرۍ تور هم پورې کاوه.

د پښتونخوا خلک اندیښمن دي چې پاکستاني جنرالان به یو ځل بیا د ترهګرۍ په ضد په یوه نوې جګړه کې د ډالرو په بدل کې د پخوا غوندې د دوی وینه خرڅه کړي او د دوی کورونه به تالا ترغه کړي.

د پښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه پبو کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو مانورې
100%
د پښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه پبو کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو مانورې

پښتون ولس وايي چې د ۲۰۱۴ د ضرب عضب په نوم عملیاتو کې د پښتنو ورانو کورونو کې یو شمیر کورونه لا جوړ شوي نه دي او ځینې بې کوره شوي خلک لا بیرته ستانه شوي همنه دي، خو پاکستانی جنرالان د ابر قدرتونو تر منځه د محلی قراردادیانو په توګه د نیابتي جنګ اور د افغان/پښتون په کور کې بیا تودوي.

هغوی پوښتنه کوي چې پاکستاني جنرالان څنګه د ډیورنډ په کرښه د ترهګرو د تګ راتګ مخه نه شي نیولي خو په چمن، غلام خان، انګور اډه ، خرلاڅي او په سوونو نورو ځایونو کې دپښتنو د پیړیو په تګ راتګ او محلي تجارت باندې ناروا بندیزونه لګوي ؟

د پښتون ولس پیشنهاد دادی چې پاکستاني جنرالان دې په خپل ملک کې اول د افراطګرۍ او ترهګرۍ فابریکې وتړي، تر هغه وروسته دې بیا د ترهګرۍ د مخ نیوي خبرې کوي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د پاکستان د ستراتيژيک عمق پالیسي؛ د جبهې شا

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

تېرې څو ورځې د افغانستان په اړه اندېښمن عامه ذهنیتونه په دوحه کې نښتي وو، حال دا چې دوحه نه د افغانستان او نه یې هم د خلکو لپاره څه په اجندا کې لرل، دا ناسته د افغانستان په اړه د ټولو ناستو په پرتله یوه بې مانا او بابېزه غونډه وه.

نه یې ګډونوال او نه یې هم جوړوونکي په هدف یا ګټه خبر شول او نه یې هم چا د هدف په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړلای شو.

اصلي کیسه بل ځای ده، چې اوس پرې څوک ډېرې خبرې نه کوي، خو ښايي – د هغې مشهورې ټوکې په فحوا – « د دې ډول غږ به سبا ته واورېدل شي! »

څه موده مخکې مې لیکلي وو، چې د افغانستان او سیمې تر پوستکي لاندې بدې پېښې شکل نیسي او موږ تر توپان وړاندې د چوپتیا روستۍ شېبې شمارو، ځینو پوښتلي وو، چې څه روان دي؟ د دې پوښتنې ځواب زموږ د هېواد او سیمې په نوي جیوستراتيژیکه مهندسي کې ده، چې زرادخونه ( د باروتو ګودام) یې پښتني قبایلي سیمه په تېره بیا وزیرستانونه او تېرا دي.

د افغانستان په اړه به مو د پاکستان د ستراتيژيک عمق Strategic Depthپالیسي اورېدلې وي.

د پاکستان د جوړېدو له ورځې تر نن پورې د دغې پالیسي اصلي زړی د هندوستان په وړاندې د جبهې لپاره د یوه کمزوري او د پاکستان تر لاس لاندې افغانستان رامنځته کول وو، چې پاکستان دغه ماموریت په سیمه کې د نړیوالو لویو قدرتونو د ګټو او امنیتي – اقتصادي سیاستونو په سیالۍ کې په ټیکه اخلي. د سړې جګړې پرمهال د شوروي په ضد د ټول لویدیځ د جبهې لوژستیک پاکستان په ټيکه واخیست او د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ عملي کولو ته ډېر ورنږدې شو.

بل ځل یې تش په نامه « د ترهګرۍ په ضد جګړه» د لنګې غوا غوندې راولوشله او په یوه وخت یې هم ترهګر روزل او هم یې امریکا و ناټو ته د هغوی په وړاندې د جګړې اکمالات کول او له دواړو پوځي – استخباراتي ټیکو څخه یې پیسې لوټلې.

وزیرستان کې پوځي عملیات
100%
وزیرستان کې پوځي عملیات

قبایلي سیمې په تېره بیا وزیرستانونه په دې دواړو جګړو کې د جبهې د شاBack Of The Battle Front په توګه کارېدل. د سړې جګړې پر مهال قبایلي سیمه له خودارادیت، ښوونې روزنې، اقتصادي ودې، سیاسي خپلواکۍ، زېربنا، خدماتو، فرهنګي ودې او ویښتیايي شعور څخه محرومه وساتل شوه، استخباراتي مدرسې په کې ښې ډېرې جوړې شوې، عربي و عجمي معهدونه یې په کې رامنځته کړل او ټولې جهادي پردۍ، سیمه‌ییزې او نړیوالې ډلې و جنګیالي یې په کې مېلمانه وساتل، عرب، اوزبیک، تاجیک، چیني اېغوران، چیچنایان ان د برما تر روهینګیانو او تورک و تاتار جنګیالیو پورې په کې راغونډ شول، دا مېلمانه تر پایه مېلمانه پاتې نه شول، بلکې ژر په داسې کوربنو بدل شول، چې د سیمې خلکو ورڅخه کډې بار کړې. دغو استخباراتي ډلو ډلګیو دلته قومي شخړو او بدیو ته لمن ووهله، له تیرا و پاړه‌چنار و کورمې و هنګو رانیولې تر ګیلګیت و بیلتستان پورې یې د شیعه و سني شخړې تودې کړې او د قومي مشرانو وژنې، جبري کډوالۍ او (اغوا برای تاوان) یې راپیل کړل. د دیوبندیانو، سلفیانو، پنجپیریانو، صوفیانو، پیرانو، اهل حدیثو، تبلیغیانو، بریلویانو، احمدیانو او لسګونو نورو مذهبي فرقو شخړې یې تودې وساتلې او ښه پرېمانه پښتانه یې یو پر بل ووژل.

پاکستان له ۲۰۰۲ کال را په دیخوا د پښتني قبایلو د لاندې کولو او د دغو سیمو د خلکو د وژلو او بیا د ولس د کډو د بارولو لپاره ګڼ عملیاتونه وکړل، هرکله چې سیمې یې په وحشت له ملکي وګړیو څخه تشې کړې، نو پردۍ ترهګرې ډلې یې په کې ځای پرځای کړی. د دغو خونړیو عملیاتو ځینې یې داسې یادولای شو:

  • اپریشن المیزان (وزیرستان) ۲۰۰۲
  • اپریشن راهِ حق (سوات) ۲۰۰۷
  • اپریشن زلزله (وزیرستان) ۲۰۰۸
  • اپریشن صراط‌المستقیم (خیبر) ۲۰۰۸
  • اپریشن شېردل (باجوړ) ۲۰۰۸
  • اپریشن راه راست (سوات) ۲۰۰۹
  • اپریشن د تور تندر توپان (ملکند) ۲۰۰۹
  • اپریشن راه نجات (وزیرستان) ۲۰۰۹
  • اپریشن بریښنا (مومند) ۲۰۰۹
  • اپریشن کوه سفید (کورمه) ۲۰۰۱۱
  • اپریشن ضرب عضب (وزیرستان) ۲۰۱۴
  • اپریشن ردالفساد (بېلابېلو قبایلي سیمو کې) ۲۰۱۷
  • او دا دی اوس اپریشن عزم استحکام ۲۰۲۴
جنوبي وزیرستان د د پوځ د مشر وروستی سفر
100%
جنوبي وزیرستان د د پوځ د مشر وروستی سفر

دا ټول عملیات د ولس په ضد وشول، د ولس زرګونه مخور او مشران ووژل یا ورک شول، ښوونځي وسیزل شول او ځوانان یا کډوال شول یا یې ټوپک راپورته کړل، د قبایلو شتمنۍ لوټ شوې خو ترهګر نه یوازې ورک نه شول، بلکې ورځ تر بلې پیاوړي شول.

یو مهال په واڼه کې پوځ او د ملانذیر ډلې ورپسېاحمدزي وزیرو قومي لښکر د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ په ضد عملیات پیل کړل، نو د ټي ټي پي اوسني مشر مفتي نورولي اوزبکیو اورپکو ته پناه ورکړه او ویې ساتل. له هغه مهاله دا ثابته وه، چې دوی نړۍ ته د ترهګرۍ ضد جګړو نمایش ورښيي، خو په عمل کې د ټولې نړۍ ترهګر خوندي ساتي.

په روستیو دوه لسیزو کې یې زړې او نوې سیاسي – پوځي ډلې یا پیاوړې کړې او یا یې نوې راوپنځولې. له القاعدې رانیولې بیا تر TTP، لشکر جنگوی، جندالله، سپاه صحابه، جیش محمد، حرکت‌المجاهدین، جمعیت، جماعت، تحریک جعفري،لشکر طیبه، جنبش اسلامی اوزبیکستان، حرکت اسلامي اوزبیکستان او بیا را روسته داعش برانچ خراسان، جماعت‌الاحرار، بدطالبان، ګوډطالبان، اتحادالمجاهدین، د ختیځ تورکستان اسلامی غورځنګ او په خیبر کې د منګل باغ لشکر اسلام ډلې او نورو پورې یې په همدې یاغیګړ باندې رانازل کړل او د ترهګرۍ نړیوال مارکېټ ته یې بولۍ وړاندې کړه، چې چین و امریکا و روسیه و عرب و بل و بل که د نیابتي جګړو لپاره هرڅه غواړي شته.

د نیابتي جنګونو د ټېکو په اقتصاد معتاد پاکستان چې وږی شو،نو د دغو ځانمرګو ډلو نرخ یې ارزان کړ او د جبهې شا یې هم له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته راپراخه کړه. پاکستان دومره سپین‌‌سترګی شوی، چې د ډیورندکرغېړني کرښې د دواړو غاړو له قومي مشرانو یې د «امن کمیټه» په نامه ناستې راپیل کړي دي، دا هغه دودیز تاریخي پلاتفورم و، چې تل د افغانستان د حکومتونو په لاس کې و.

په تېرو ورځو کې د القاعده لپاره له برصغیر سره تړاو لرونکی قوماندان خطاب منصورله خپلو جنګیالیو سره د مفتی نورولی سره یو ځای شو، دا د دیره اسماعیل خان اوسیدونکی دی او د بدرمنصور د ډلې قوماندان و. بدر منصور د قبایلي سیمو لپاره د القاعده مسؤل و.

په ۲۰۱۴ کې پر شمالی وزیرستان د عملیاتو له امله د بدر منصور ډله د هغه د ورور عمر منصور تر مشرۍ لاندې لومړۍ پکتیکا ته لاړه ، بیا زرمت ، بیا ننګرهار او وروسته په نورستان او کونړ کې ځای پر ځای شول، د هغوی مشري احمد فاروق کوله، د احمد فاروق ملګري هم د ټی ټی پی سره یو ځای شوي وو.

شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي اړوند یو جومات
100%
شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي اړوند یو جومات

همداسې مصطفی ابوالیزید په وزیرستان کې د القاعده لپاره د جنوبی اسیا څانګه جوړه کړې وه، هغه مصری و، چي بیا روسته د هغه تر وژل کېدو یې ترلاس لاندې جنګیالي د برصغیر په تشکیلاتو کې ورننوتل.

دا ټول څرګندوي، چې دلته ترهګرې ډلې په ماهیت کې ټولې سره یو دي او یوه بلې ته اوښتل او بدلون یې یوه عادي خبره ده. د ټولو مدیریت له یوه ځایه کیږي.

په همدې تېر لوی اختر کې داعشیانو د جنوبی وزیرستان په مرکز واڼه کې ملایان ووژل، په کورمه کې په دوو جلا چاودنو کې د ملکي وګړو موټر په نښه شو ، د شمالی وزیرستان په سپین وام او میرعلی تحصیلونو کې د پوځ او بډطالبانو تر منځ جګړې وشوې، همدا څو ورځې مخکې د وزیرستان په مرکز واڼه کې د جمعیت علمای اسلام مشر ملا میرزا جان وویشتل شو، د یو شمېر ملایانو او قومي مشرانو هدفمندې وژنې د دې لپاره کیږي، چې قبایلی دودیز جوړښتونه مات کړي او ولسونه په خپلو کې سره واچوي.

په ضرب عضب خو یې سیمه تباه کړه او دا دی په نوې څپه کې یې سیمې ته د لانور وړاندې راتلو او افغانستان ته د پښو راغځولو په نیت یې دا دی د بېوزله پښتنو د ټولوژنې لپاره«عزم استحکام» خونړي عملیات راپیل کړل.

تر څو میاشتو مخکې د پاکستان اقتصادي سقوط د خبرونو سرټکي وو، خبره تر دې بریده رسېدلې وه، چې خپل ملي هوايي شرکت یې خرڅلاو ته وړاندې کړی و، ناڅاپه هرڅه بدل شول. یو امریکايي پوځي هیئت پاکستان ته راغی او د لوږې پر اور یې اوبه وشیندلې.لکه په پاکستان یې چې کوډې کړې وي، اوس د خپلو خلکو د ځپلو په ضد نوي عملیات اعلانوي، څېړونکي باور لري، چې پاکستان څه وسله والې ډلې د لویو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ بازارته وړاندې کړي او په نیابتي جنګونو کې د هغوی د جنګولو ګټې ته ناست دی.

د پاکستان بله ګټه دا ده، چې د افغانستان کاني استخراج یې په خوښه روان دی او په قبایلي سیمو کې یې هم د قبایلو په ټولو سرچینو او کانونو د چورتالان خېټه واچوله، همدا څو ورځې مخکې یې په قبایلو کې د کرومایټو په یوه کان اغزن سیمان راتاو کړل او داسې لوحې یې پرې ولیکلې:

« خبردار! په دې علاقې کې بارودي سرنګونه لګیدلي، لهذا تاسو دغه علاقي نه لرې اوسئ!»

د ترهګرۍ په دغې بولۍ کې وزیرستانونه او پښتني قبایلي سیمې د اور په تنور بدلیږي او پاکستاني دفاع وزیر خو لا دا ګواښ هم کړی، چې په خپلو مخالفانو پسې به افغانستان ته هم راننوځي.د بډ طالبان او ګوډ طالبان په جګړو کې له قبایلو څخه د سرسړي وژل کیږي او له «ټانک» څخه د خلکو کډې په بارېدو دي. د ستراتيژيک عمق په سلسله کې د جګړې لپاره «د جبهې شا» ټوله قبایلي پټاره، سهیلي پښتونخوا، چمن و ویش، تر تیرا و چترال و بلتستان پورې د ډیورند د کرغېړنې کرښې په اوږدو کې ټوله سیمه رانغاړي. تېرکال چې ټی ټی پی چترال سقوط کاوه ټول پلان یې دا و چې د کونړ او کشمیر تر منځ چترال د پُل په حیث وکاروی چترال د دوی لپاره مهم و. اوس هم له چترال څخه د افغانستان و تاجیکستان بدخشانونو ته د پیریانو تګ راتګ زیات دی، منځنۍ اسیا روسیه او چین پوهیږي، چې څه روان دي.

د «رزمک» په لویه ولسي غونډه کې د پښتونژغورنې غورځنګ مشهور مبارز مشر علي وزیر په ښکاره وویل، چې یوځل بیا پاکستانۍ کړۍ غواړي له وزیرستان څخه د چین، منځنۍ اسیا او ان ایران په وړاندې د نیابتي ډلو چرګۍ توده کړي.

د جبهې شا دا ځل ډېره لویه او پراخه ده، ګواکې ټول افغانستان هم اوس د نیابتي شخړو د جبهې شا پټارې ته ورګډ کړای شوی دی. د سیمې له زمکنیو حقایقو خبرو مبصرینو ویلي چې پاکستان پر کابل واکمنې ډلې ته ویلي، چې د پاکستاني طالبانو ډلې له ډیورند څخه لرې او د افغانستان په شمال کې ځای پرځای کړي، لاتراوسه خبره په غزني کې د دوی په دیره کولو ولاړه ده، خو له وزیرستانونو او نورو قبایلي سیمو څخه یې د خلکو کډې وربار کړي او د عملیاتو لپاره تر ډيورند راتېرېدلو ته د پاکستاني دفاع وزیر غاښ چیچی بیا بیا تکراریږي.

ملافضل رحمان د پاکستاني ادارو په اشاره ګواښ وکړ، چې په دوه یا څلورو میاشتو کې به په پښتونخوا کې اسلامي امارت جوړیږي، دا په حقیقت کې په افغانستان کې د مداخلې، د پښتني سیمې د ویجاړي او په خاورو وینو د لړلو رسمي و دیني فتوا وه، چې ورکړل شوه او د پښتونوژنې د «عزم استحکام» اعلان تائید شو.

100%

همدا څو ورځې مخکې په وزیرستان کې د « مجلس عسکري کاروان» په نوم د اخترمحمد خلیل نوې ډله اعلان شوه، چې د حافظ ګل‌بهادر په مشرۍ د اتحادالمجاهدین د شورا غړیتوب لري. پخپله حافظ ګل‌بهادر د عزم استحکام په وړاندې د « الفتح بالنصرة الرحمن» عملیات اعلان کړل.

په پېښور کې د قبایلو یوې ناستې ته قبایلي مشر نصرالله خان وویل: « په قبایلو کې نه ترهګر شته او نه دا خلک د پوځ په راتلو کې د امن کومه نښه ویني، پوځ د امن راوستلو لپاره نه راځي، بلکې د غلا لپاره راځي، چې پښتانه به یې په وړاندې ودریږي. »

په بنو کې د امن جرګې ته یوه بل قبایلي مشر صمد حاجي وویل: « موږ تجربه لرو، پخوا یې هم اول دلته بدمعاشان راوستل خلک یې پرې تنګ کړل او بیا پوځ ورپسې راغی او سیمه یې تباه کړه، خلک یې ووژل یا یې ژوندي له وطنه ورک کړل. خبره نه د امن ده او نه هم دلته ترهګر شته، خبره ټوله د ډالرو ده، د پیسو ده. دا جنګ د ډالرو لپاره دی او قتل‌کیږي په کې زموږ ولس او تباه کیږي په کې زموږ سیمه.»

ټوله قبایلي سیمه له تیرا و ورکزیورانیولې تر خیبر و مومند و په تېره بیا وزیرستانونو پورې، د افغانستان د ستراتيژيک ثبات د ملا تیر ده. دا سیمه اوس د دوښمن له باروتو ډکه شوې ده او د وینو نوې څپې راروانې دي... خو بلخوا زموږ سیاسیون او مدني فعالان لاهماغسې د دوحې ناستو د تړلو دروازو تر شا د ګډون په درویزه بوخت دي.د وطن او سیمې تر پوستکي لاندې لاهم د اوراخیستو باروتو لیکه په توندۍ د خروارونو چاودېدونکیو زېرمو پورې ور روان دی. د جبهې شا ډکه ده او پاکستاند ستراتیژيک عمق د روستي درشل د فتحې خوبونه ګوري.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترهګر که لنډغر؛ د افغانانو تر منځ نفاق او د افغانستان د دښمنانو ستراتیژي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

د افغانستان د دښمنانو یا افراطي ډلو او د سیمې د استخباراتو لویه ستراتیژي دا ده، چې څنګه افغانان سره جدا وساتي او بیا یې یو پر بل ووهي. دا د تېرو څو لسیزو د شواهدو او کړنو په اساس مستنده خبره ده.

د دې لپاره چې افغانان وویشل شي؛ نو دوی باید متعصبې کړۍ او کمېشنکاران استخدام او تقویه کړي؛ تر څو افغانان لومړۍ د ژبې او سمت په نومونو، بیا یې د قومونو، خیلونو، ښاریانو او اطرافیانو، مذهب او په نورو ډلو وویشي.

قومي متعصبې کړۍ:

د استخباراتي ډلو یوه ستراتیژي دا ده، چې د قومي او ژبني متعصبینو او کمېشنکارانو له لارې د افغانانو تر منځ وېره او نفرت ایجاد کړي؛ تر څو افغانان ونه شي کړلی، چې د یو بل سره خبرې او تفاهم وکړي.

د بیلګې په توګه دغه قومي او ژبني متعصبینو او کمېشنکارانو، داسې وېره ایجاد کړې که پښتانه د غیرو پښتنو سره په ښه نیت هم کیني، په دې یې محکوموي چې ته ولې له لنډغرو سره کینې؟ او که غیر پښتانه له پښتنو سره کیناستل، په دې یې محکومي چې ته ولې له ترورستانو او انتحاریانو سره کینې؟

په هغوي بحث نه کوو، چې په ړندو سترګو د دغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.

تناقض په خبرو کې دا دی، چې له یوه خوا وایو: مونږ باید ملي فکر ولرو، د ملي وحدت لپاره کار وکړو او افغانان باید په یوه ټغر سره راټول شي.

خو له پلوه بیا هغه کسان چې د هر قوم څخه دي او د ملي فکر لپاره کار کوي، دوی د لنډغرو او قومي متعصبینو پورې تړي او یا یې د انتحاریانو د پلویانو په نوم بدناموي.

په دې توګه افغانانو په خپل لاس دا ولس د ترورستانو او یا لنډغرو په نومونو په خپلو منځو کې سره ویشلي او دنیا ته په دې نوم معرفي کړیدي.

د افغانستان د دښمنانو د ستراتیژی او ړندو افراطي تایید کوونکو او مخالفینو، د ژبې او قوم په نوم د کمیشنکارانو د نیوکو او هاها په وسیله افغانانو ته دوه بدیله ورکړل شوي دي؛ یا به د قومي جنګسالارانو تایید کوي او یا به د دیني او مذهبي افراطیانو.

دغه افراطي قومي متعصبین او کمېشنکاران د خپلو شخصي ګټو لپاره افغانان نه پرېږدي چې په دریيمه بدیله لاره سره راټول او فکر وکړي.

که په دې وختونو کې د دواړو خواو ملاتړ نه کوې؛ نو افغانانو ته دریېمه بدیله لار دا ده، چې په کور کرارې کینی، خپلې برګرې او شوړمبې وخورې او هېڅ ونه کړي.

ملي تفکر او یووالی:

د یو شمېر مخلصو افغانانو چې په واقعي توګه په ملي وحدت او ملي ارزښتونو باور لري، د قوم او ژبې په نوم کمېشنکاري نه کوي، د افغانستان د دښمنانو په دغه ستراتیژی یې سر خلاص دی، خپلې هلې ځلې کوي.

دوی د افراط او تفریط ملاتړ نه کوي او په دې باور دي، چې څوک په افغانستان کې اوسي، ټول افغانان دي او د قانون په چوکاټ کې ټول مساوي حقوق لري.

تاجک، پښتون، هزاره او ... باندې وېشل ورته پردۍ دسیسې ښکاري.

دا افغانان باید د یو څو د ګوتو په شمېر د قوم او د ژبې په نوم د کمېشنکارانو او متعصبینو په خوله د یو او بل قوم توهین او سپکاوې ونه کړي.

د قومي ټیکه دارانو او قومي او ژبني کمېشنکارانو په خاطر د افغانستان په ټولو قومونو باندې د فاشیست، لنډغر، انتحاري او په نورو نومونو ټاپې ونه لګول شي؛ ځکه همدغه ټاپو، پپولیستي سیاست، قومي او ژبني تعصباتو افغانستان خراب کړی او دغه حالت ته یې رسولې دی.

د واقعي ملي فکر خاوندان باید د ملي منافعو په چوکاټ کې د ملي ډیالوګ او خبرو په خاطر له هر چا سره کیني، غونډې وکړي او د چا د مرده باد او زنده باد پروا ونه لري.

چا چې خپله مبارزه په شعوري توګه د ځان لپاره ټاکلې، هغوی له چا څخه پاداش نه غواړي او نه د خپل فکر د عملي کولو لپاره ستړي او مایوسه کیږي.

حل لار:

افغانان باید پوه شي؛ هغوي چې د ډیالوګ او خبرو مخالفت کوي، په حقیقت کې همدوی د جنګ لپاره تبلیغ کوي او جنګ ته زمینه مساعدوي ځکه د نه خبرو او ډیالوګ بدیل جنګ دی او جنګ د افغانانو په خیر نه بولو.

په افغانستان کې تر اوسه ولس مطرح نه دی. د افغانانو استازولي د درېیو برخو له خوا کیږي. د طالبانو حاکمه ډله چې د ټوپک په زور ظلم او زیاتی کوي، په مقابل کې جنګي ډلې یا د جنګ پلویان او درېیمه ډله همدا قومي او ژبني متتصبین او کمېشنکاران دي، چې د ټولنیزو، صوتي او چاپي رسنیو له لارې د جنګسالارانو، افراط او تفریط د تقویې او د افغانانو تر منځ تفرقې اچولو لپاره فعاله دي.

د دې تر څنګ په غیر شعوري توګه یو شمېر ځوانان د داغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.

‏اصلي خبره دا ده، که افغانان غواړي چې د افراط او تفریط څخه خلاص شي؛ نو بهتره لاره معناداره ډیالوګ دی، چې د افغانستان ولس ته د پرېکړې زمینه مساعده شي تر څو د افغانستان د ټولو مسایلو په هکله لکه؛ اساسي قانون، د واک تر لاسه کول، د قانون تطبیق او داسې نورو مسایلو په هکله پریکړې وکړي.

د دې لپاره چې افغانستان د ځنګل له قانون څخه ووځي د عامه افکارو په تنویر او د جګړو د رامنځته کېدا ټولې لارې چارې باید نفې شي.

پر خبرو او ډیالوګ د باور رامنځته کېدا لپاره په شعوري او غیر شعوري ډول کار وشي او دا مفهوم تفهیم شي، چې افغانان ټول د یوې سیاسي جغرافیې اوسېدونکي دي؛ انتحاري، لنډغر او په نورو نومونو جلا شوي او کنځل شوي خلک د دې وطن برخه ده او نوم ورکوونکي بهرنۍ استخباراتي کړۍ دي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د ټي ټي پي ځواکمنېدل او د مولانا فضل رحمان اندېښنه

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د راپورونو له مخې، په پخوانیو قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي اړوند وسلوالو حضور څو برابره زیات شوی دی او دغه ډله نوره هم د پراخېدو په حال کې ده. دغې وسلوالې ډلې نه یوازې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي بلکې د سیمو د نیولو لپاره د چمتو کېدو په درشل کې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره د پاکستاني طالبانو غورځنګ بېرته خوځند او بریدونه یې ډېر کړل.

لامل یې هم دا و چې د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر پخوانیو قبایلي سیمو سربېره ملاکنډ ته هم سفرونه وکړل او له دغې ډلې ناراضه شوي غړي یې بېرته سره یوځای کړل او کوچنۍ ډلې یې ختمې کړې.

ټي ټي پي د منظم تحریک پرمخ بېولو لپاره له واک مخکې د افغان طالبانو تګلارې ته مخه کړه. دې ډلې له هر څه وړاندې حکومت ته ورته کابینه جوړه کړه او د هرې سیمې لپاره یې مسوولین وټاکل.

د ټي ټي پي منظمېدو او نوې تګلارې سره د دې ډلې په لیکو کې ورځ تر بلې وسلوال مخ په زیاتېدو شول او هم یې هغه غړي ور سره ملګري شول چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه.

دوی له افغان جګړې په وزګارېدو خپلې تجربې له ټي ټي پي سره شریکې او له مخې یې په پاکستان کې خونړي او جبهه يي بریدونه زیات او اغېزناک کړل.

خپلو سیمو ته ستنېدل

پاکستان کې د تحریک طالبانو پاکستان د بریدونو ډېرېدو سره بیا بیا د اسلام اباد چارواکو د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دې ډلې پرضد ګامونه واخلي. ان بیا بیا داسې خبرونه هم خپاره شول چې افغان طالبان له پاکستان سره د ټکر د مخنیوي لپاره غواړي د دې ډلې وسلوال له ډیورنډ کرښې نورو سیمو ته ولېږدول.

د تحریک طالبان پاکستان سرچېنو افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي له هغه وروسته چې افغان طالبانو له لوري پرېکړه وشوه، چې ټي ټي پي وسلوال له ډيورنډ کرښې څخه لیرې کړي نو ټي ټي پي دا غوره وبلله چې د مشرانو ترڅنګ خپل جنګیالي هم پخوانیو قبایلي سیمو کې خپلو خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا سرچېنې وایي، د پاکستان جماعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دا خبرې له حقیقت لرې نه بولي، چې ټي ټي پي به په درېو میاشتو کې پښتونخوا ونیسي.

دوی زیاتوي په هغو سیمو کې چې ټي ټي پي حضور لري هلته د پاکستان د حکومت حاکمیت نشته.

د پاکستاني طالبانو سرچینې وايي څو ورځې وړاندې د دې ډلې دوه مهم مشران چې په بلوچستان کې د پاکستان لخوا نیول شوي دا په دې دلالت کوي چې د جنګیالو ترڅنګ د ټي ټي پي لومړۍ درجه مشران په پاکستان کې حضور لري.

خو یو ځايي خبریال لعل وزیر د مولانا فضل الرحمان د څرکندونو په اړه بیا بل ډول نظر لري.

دی وايي چې کوم حالت زه له نژدې وینم په لویه کچه د سقوط کوم خطر نشته او مولانا فضل الرحمان چې کومې څرګندونې کوي هغه د پارلماني ټاکنو له نتجې ناراضه دی نو مولانا اوس له پوځ څخه خفه دی او داسې خبرو سره غواړي چې یوځل بیا د واک ورکړل شي.

د پاکستاني طالبانو سرچینې د پاکستان حکومت لخوا د عزم استحکام د عملیاتو د پیلولو په اړه په دې باور دي چې پاکستان هېڅ کله د ټي ټي پي پرضد عملیات نه دي درولي او دوی په مسلسل ډول د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي دي خو د دوی هېڅ ځانګړو عملیاتو کومه نتجه نه ده ورکړې او نه یې هم ټي ټي پي ختمه کړې ده.

خو د پاکستان د حکومت لخوا د عزم استحکام په نامه د عملیاتو په اړه بیا قامپرسته ګوندونه وايي چې پاکستان د ټي ټي پي د ختمولو اراده نه لري او د بهرنیو مرستو د ټولولو لپاره د پښتنو په سیمه کې بیا جګړه پیلوي.

ټي ټي ټي له پخوا څخه ځواکمنه شوې ده

پاکستاني طالبانو اوس مهال د پاکستان په ډېرو سیمو واک لري او له پخوا څخه جنګیالي او پرمختللې وسلې په واک لري.

د معلوماتو له مخې ټي ټي پي په شمالي او جنوبي وزیرستان، ملاکنډ، ټانک، ډي اې خان، بنو، لکي مروت، دیر، سوات او د پېښور څنډو کې پراخ حضور لري.

په زیاتره سیمو کې د ټي ټي پي ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستان نظامي ادارو کې دې خپلې دندې پرېږدي او له حکومت سره له هر رنګه کار کولو دې لاس پر سر شي.

د ټي ټي پي د بریدونو له ویرې پاکستاني عسکرو او په ځانګړي توکه د پښتون میشتو سیمو پورې اړوند ځینې نظامیان خپلې دندې پرېښودو اړ شوي دي.

ټي ټي پي په واک کې سیمو کې د پاکستاني نظامیانو فعالیتونو تر خپلو نظامي مراکزو محدود شوي دي او د پخوا په څېر اوس دوی د پاکستاني طالبانو له ویرې کزمې نشي کولی.

ټي ټي پي د افغان طالبانو په څېر له ځايي خلکو عشر او ذکات ټولوي او ځینو سیمو کې د شرعیت له مخې تورنو کسان په عام محضر کې سزاګانې ورکوي.

ټي پي پي پخوا هم تایید کړې چې د دوی د جنګیالیو شمېر مخ په زیاتېدو دی او زیاتره په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي طالبان له دغې ډلې سره یوځای کېږي.

شننه؛ ایا د دوحې درېیمه ناسته به طالبان بدل کړي؟

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۲۴ GMT+۱

لیکوال: بری افغان د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه ناسته د قطر په دوحه کې جوړه شي. طالبان وايي، په یاده ناسته کې به د دغې ډلې د پلاوي مشري ذبیح الله مجاهد کوي چې د له تېرو ۱۴ کلو د دغې ډلې وياند دی.

د طالبانو ډلې ویلي، د افغانستان په استازولۍ دې یوازې دوی ګډون په کې وکړي خو نړېوال سازمانونه او مدني ټولنې له خپل ګډون پرته دغه ناسته بې پایلې بولي.

د دوحې درېیمه ناسته به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن روزمیري ډي‌کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.

د دوحې دویمه غونډه د سلواغې په ۲۸مه او ۲۹مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش او د ۲۵ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوه. چې په دغې ناسته کې د طالبانو له ګډون څخه د انکار او هم د دغې ډلې د شرطونو د نه منلو له امله له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په ۱۴۰۲ کال د کب په ۱۶مه د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی ښودلی و. او هیله یې ښودلې وه چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه و ورکړي.

خو اوس داسې اوازې دي چې د دوحې درېیمه ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د جي اوه هيوادونو د ځینو استازو له ګډون پرته جوړه شي.

طالبان په دغې ناسته کې څه ډول ګډون غواړي؟

په پام کې ده چې درېيمه غونډه د طالبانو له اجنډا سره سمه جوړه شي. په دې مانا چې د افغانستان مهم مسایل له دغې اجنډا څخه ایستل شوي او یوازې د طالبانو په ګټو پورې تړلي مسایل په کې ځای شوي دي. نو داسې بریښي چې دغه غونډه به یوازې د طالبانو د غوښتنو لپاره جوړه شي، نه د افغانستان د لویو او مهمو مسایلو لپاره.

100%

د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته دا ځل داسې شرطونه ایښي چې که د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو، د ښځو د زده‌کړو او کار او ټولګډونه حکومت مسایل په اجنډا کې وي، دوی به په کې ګډون ونه کړي او د دوی لومړیتوب د نشه یي توکو پر ضد مبارزه، امنیتي او اقتصادي او مالي مسایل دي. تر دې دمه د ملګرو ملتونو د ځینو استازو له دریځه هم داسې ښکاري چې د دوحې غونډه دې د طالبانو له طبعیت او خوښې سره سمه جوړه شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اختر له رخصتیو له راستنېدلو وروسته د هغه وزارت کارکونکو ته د وینا پر مهال ویلي، چې نړۍ د طالبانو په ارزښت او حیثیت پوهېدلې ځکه یې د دوحې د درېیمې ناستې لپاره د دوی شرطونه منلي دي.

د طالبانو د نورو غوښتنو تر څنګ یوه یې داده چې ښځې، مدني ټولنې او پخواني افغان سیاستوال دې په دغې غونډه کې ګډون نه کوي، طالبان له دغو بهیرونو په ناسته کې ځکه وېره لري چې په افغانستان کې یې بشري حقونه، د ښځو حقونه، نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار حق، د بیان ازادۍ او داسې نور تر پښو لاندې کړي، او دغه بهیرونه کېدای شي په دې برخه کې له دوی حساب وغواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم ریاست مشر ذاکر جلالي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دوحه کې د درېیمې ناستې اجنډا به د خصوصي سکټور، مالي او بانکي مسایلو، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د بدیل معیشت مسایل د بحث موضوع ګانې وي. د دغه طالب چارواکي له خبرو داسې څرګندیږي چې د ښځو، بشري حقونو او ټولګډونه حکومت مسایل له اجنډا اېستل شوي، دغو موضوع ګانو ته په کتو د دوحې په درېیمه ناسته کې د مطرح شویو مسایلو په اړه د طالبانو له وړاندیز سره ډېر ورته والی لري.

له امریکا سره د دوحې تړون د لاسلیک کولو پر مهال د خبرو اترو مشري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي کوله او هغه مهال یې په خبرو اترو کې له نړېوالې ټولنې سره ژمنې کړې وې چې د افغانانو ټولو قشرونو او د هغوی حقونو ته به درناوی کوي او ټولو ته به له کار نیولې تر انساني ازادۍ پورې ټول حقونه ورکوي خو واک ته له رسیدو وروسته دغې ډلې خپلې ټولې ژمنې چې په دوحه کې یې له امریکايي لوري سره د خبرو اترو پر مهال کړې وې ماتې او تر پښو لاندې کړې.

د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د پلاوي غړي به څوک وي؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند وايي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې راتلونکې ناسته کې به د دغې ډلې د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون وکړي.

که څه هم د دغه پلاوي نور غړي نه دي ډاګیز شوي خو ويل کیږي، چې دغه پلاوی د طالبانو د مشرتابه لخوا ټاکل شوی دی.

تر هغه وړاندې د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلي وو، چې د دوحې په را روانه درېیمه ناسته کې د دغې ډلې ځینې لوړپوړي مشران د احتمالي پلاوي په حیث یاد شوي خو ویل شوي، چې د ګډون او نه ګډون پرېکړه به د طالبانو مشر ملا هبت الله کوي.

د دوحې په راتلونکې درېیمه ناسته کې د طالبانو په احتمالي پلاوي کې چې د دغې ډلې او ملګرو ملتونو او امریکايي استازو تر منځ د همغږئ غونډه شوې، په کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ملا هبت الله ځانګړی استازی عبدالمنان عمري، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، په دوحه کې د طالبانو استازی ډاکتر نعیم وردګ او په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر چارسمبالی او ملګرو ملتونو ته د طالبانو له خوا ورپېژندل شوی دایمي استازی سهېل شاهین شامل دی.

خو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو پلاوی له تمې پرته ډېر بدلون وکړ او ویل کیږي چې دغه تصمیم د دغې ډلې مشر ملا هبت الله نیولی او د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی به په دغې ناسته کې ګډون کوي.

د دغه پلاوي نور غړي لا نه دي څرګند چې د طالبانو د کومې کچې کسان به وي، خو داسې بریښي چې د دغې ناستې پر سر او تر دې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او یو شمېر طالب وزیرانو تر منځ ژور اختلافات رامنځته شوي دي.

د ملګرو ملتونو او امریکايي لوري اجنډا چې طالبانو سره به دوحه کې پرې بحثونه وکړي

ملګرو ملتونو او امریکايي لوري له طالبانو سره د دوحې ناستې لپاره جوړه شوې اجنډا له دغې ډلې سره شریکه کړې، چې دغه اجنډا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې او شرطونه یې په۱۵ مادو کې په لاندې ډول بیان شوي دي.

لومړۍ: د دوحې په را روانه درېیمه ناسته کې د اجنډا لومړی موضوع په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت او پر افغانستان د طالبانو درې کلنې واکمنۍ ته کتنه.

دویمه: په افغانستان کې د افغان مېرمنو، نجونو او خبريالانو پر وړاندې د طالبانو د دريځ په تړاو هر اړخيز بحث.

دريمه: د افغانستان په تړاو د ملګري ملتونو په مشرۍ د نړېوالې ټولنې، امریکا، نړېوالو بشري او مدني بنسټونو، د سيمې هېوادونو او افغان چارواکو په حضور کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه بحث.

څلورمه: له افغانستانه بهر د پخوانيو سياستوالو، افغان مېرمنو، د افغان مدني بنسټونو استازو غوښتنو ته کتنه، په ځانګړي ډول پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغانستان داخلي وضعیت او له هرې زاويې د سیمې له هېوادونو سره پر اړیکو خبرې کول.

پنځمه: د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵م وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ (يوناما) کاري بهير او پر وړاندې يې د شته ننګونو يادونه.

شپږمه: په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د بيان ازادۍ وضعیت ته کتنه او پرې د نړيوالې ټولنې له استازو سره د پام وړ بحث.

اومه: د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د راتلونکو ممکنه ګواښونو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ځانګړي استازي راپور.

اتمه: په افغانستان کې د کاري فرصتونه پر کمښت، د اقتصادي ستونزو پر پراختیا او يو شمېر ورته اړوند موضوع ګانو بحث.

نهمه: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تړاو د نړيوالې ټولنې، امریکا او سيمې هېوادونو د استازو نظر پوښتنه.

لسمه: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت او د مساوي ګډون پالیسۍ په اړه بحث.

يوولسمه: په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) او نشه‌ یي توکو پر ضد مبارزې ته کتنه

دوولسمه: د اقلیمي بدلون په اړه بحث، پر افغانستان او د سيمې په هېوادونو يې اغېزې او د مخنیوي لارې چارې یې.

ديارلسمه: په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې پر خصوصي سکټور بحث او د دغه سکټور پر وړاندې د ننګونو په له منځه وړلو بحث.

څوارلسمه: په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر مالي او بانکي ستونزو بحث او د حل لارو لټون.

پنځلسمه: د افغان کرونده ګرو لپاره د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل معیشت په تړاو هر اړخيز بحث..

پورتنۍ یادې شوې موضوع ګانې د ملګرو ملتونو او امریکايي استازو له لوري د دوحې درېیمې ناستې ته د اجنډا لپاره ټاکل شوې او په پام کې ده چې له طالبانو سره پرې بحث وکړي.

د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو د ګډون کولو په موخه خپل شرطونه ایښي

طالبانو د دوحې په تېره غونډه کې ګډون نه وو کړی او په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره یې هم یو شرط د راتلونکې ناستې د اجنډا په اړه پوهېدل و.

د دوحې د همغږۍ په غونډه کې چې په تېره غبرګولي میاشت کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانکړي استازي او د دغې ډلې د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري او ملګرو ملتونو ـ امریکايي استازو تر منځ شوې وه، د ملا هبت الله استازي د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو نهه نور شرطونه هم وړاندي کړي چې په لاندې ډول دي.

لومړی: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ (يوناما) له فعال شتون سره د بل استازي له ټاکلو سره مخالفت.

دویم: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته سپارل.

دريم: د طالبانو پر مشرانو د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري د بنديزونو د لرې کولو لپاره اقدامات.

څلورم: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې له موسسو دا غوښتنه، چې خپلې چارې د طالبانو له غوښتنو سره پرمخ بوځي.

پنځم: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو پر ضد د اعلامیو بندول چې د دواړو اړخونو ترمنځ جوړجاړی ځنډوي او سختوي.

شپږم: د افغان نجونو او مېرمنو د زده‌کړو او کار د بنديز په تړاو د طالبانو پر ضد د اعلاميو او بهر مېشتو افغانانو سره په دې برخه کې د غونډو له جوړولو مخنیوی.

اووم: د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو او امریکا د فشار او بې ضرورته ګامونو اخیستلو د مخنیوی غوښتنه، چې ګډ جوړجاړي ته لار هواره شي.

اتم: په افغانستان کې د بشري مرستو او اقلمي بدلونو پر مهال د ملګرو ملتونو, نړيوالې ټولنې او امریکا د بشپړي پاملرنې او بې شرطه دوامدارو بشري مرستو غوښتنه.

نهم: په افغانستان کې د زده‌کړو په برخه کې بايد د ملګرو ملتونه نامشروطه مرستې او همکاري يو اړخیزې یا یوازې د عصري زده‌کړو لپاره و نه اوسي.

خو لا هم نه ده څرګنده چې د ملګرو ملتونو له لوري په ذکر شویو موضوع ګانو به بحثونه وشي او کنه؟ ځکه طالبان د دغو ډیریو مادو خلاف دي. او دا هم لا څرګنده نه ده چې د ملګرو ملتونو، امریکايي لوري، هیوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي به د طالبانو د یادو شویو نهو شرطونو په اړه څه دریځ غوره کړي؟

د دوحې درېیمې ناستې په اړه د جي اوه هیوادونه سره مخالف شوي

تېره ورځ ځینو ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جي اوو هېوادونو له ډلې امریکا، برېټانیا او یو شمېر نور هېوادونه د دوحې د درېیمې دورې ناستې د جوړښت او اجنډا پر سر سره مخالف شوي.

ویل کیږي؛ شونې ده چې په دې غونډه کې د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون و نه کړي.

د جي اوو هیوادونو په ډله کې امریکا، برېټانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا شامل دي.

د نړۍ اوو سترو اقتصادي هېوادونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډو کې دې افغانې مېرمنې او د مدني ټولنې غړي شامل کړي؛ خو افغانو مېرمنو او مدني فعالانو ته په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

سرچینې وايي، د امریکا په ګډون ځینې هېوادونه د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا د فعالیتونو په اړه «خوښ نه دي.»

د دوی په وینا؛ اغلې اوتنبایوا شاید «په خپل دریځ کې روسیې ته نږدې وي.»

د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اختلاف یوازې د دوحې د درېیمې ناستې پر جوړښت او اجنډا پورې محدود نه دی، بلکې دوی غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او له ملګرو ملتونو یې د دغه کار د څارلو غوښتنه کړې ده. خو طالبان او د افغانستان ګاونډي هيوادونه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکل کېدو مخالف دي.

تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا استازې رینا امیري د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون پلان نه لري.

ایا د دوحې را روانه غونډه به د طالبانو په حضور کې د افغانستان حالت بدل کړي؟

نه! دغه غونډه به هم د تېرو هغو په څېر وي، د دوحې درېيمه ناسته به د افغانستان په روان وضعيت ډېر اغېز ونه کړي. له طالبانو سره د ملګرو ملتونو دا ډول جوړجاړي به دغه ډله نوره غښتلې کړي او د افغان ولس ستونزې به نورې هم له پامه وغورخول شي، طالبان به خپل سیاسي مخالفان نور هم له پامه وغورځوي. په دې سره به د افغانستان سیاسي ستونزې حل نه بلکې لا ډیرې شي؛ ځکه طالبان د افغانستان د مسلې د یو اړخ په توګه ځانته او د افغانانو پر وړاندې ولاړ دي او ملګري ملتونه هم د دغې ډلې غوښتنې مني. تر هغه وخته چې په افغانستان کې سیاسي مسایل له ټولو اړخونو سره د خبرو له لارې حل نه شي، بل حل نه لري. که د افغانستان ستونزه یوازې له طالبانو سره حل کېدلی، اوس به دغې ډلې چې پر افغانستان هم واکمنه ده، په تېرو دریو کالو کې د نړیوالې ټولنې او سیمې هیوادونو مشروعیت ترلاسه کړی وای. خو داسې نه ده. دوی تر اوسه پورې نه له ځان، نه د افغانستان له خلکو او نه له نړیوالې ټولنې سره سوله کړې.