کرېکټ بورډ: د اووم پړاو لېسټ اې لوبو پیل د میوند اتلانو او پامیر لېجنډز لوبډلو په لوبه وشو

د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، د اووم پړاو لېسټ اې لوبې د څلورو لوبډلو ترمنځ په کندوز ولایت کې پیل شوې او (د زمري میاشتې تر ۴مې نېټې) به دوام ولري.