د بښنې نړۍوال سازمان په کوټه کې د پولیسو له‌خوا د اعتراض کونکو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی

د بښنې نړۍوال سازمان په کوټه کې د پولیسو له‌خوا د بلوڅ لاریونوالو پر وړاندې تاوتریخوالی وغانده. دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان په کوټه کې تېره ورځ په سوله‌ییز لاریون د اوښکې بهوونکي ګاز شېندل او د لاریونوالو د ډله‌ییزې او ناقانونه نیونې غندنه کوي.