د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له رزا اوتنبایوا سره د دوحې درېیمې ناستې په اړه خبرې کړې دي

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر تېره ورځ د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا سره کتلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د تېرې ورځې په کتنه کې د دوحې درېیمې ناستې په اړه او له ناستې وروسته د لازمو ګامونو پورته کولو په تړاو خبرې اترې شوې دي.