• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښځینه ښوونکې : تر امر ثاني پورې د تنخواو ځنډېدو له امله اقتصادي ستونزو سره مخ یو

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۱

د نجونو د ښوونځيو ځینو ښوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دولتي ښوونځیو د ښځینه ښوونکو تنخواوې تر امرې ثاني پورې ځندولي چې له دې امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. طالبانو ویلي و، تر څو چې نوی سیسټم رامنځته کیږي ترهغې به ښځینه ښوونکې تنخواوې ترلاسه نه کړي.

په کابل کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې چې د څلورو ماشومانو مور ده د اندېښنې په څرګندولو سره وایي،که په دې میاشت کې یې تنخوا ور نه کړل شي، نه پوهیږي چې د خپل کور کرایه او نور مصارف څنګه برابر کړي.
رحیمه وردګ وایي، چې خاوند یې د ملي دفاع وزارت کارکوونکی و او د نظام تر سقوط وروسته ایران ته وتښتېد، خو نوموړی هلته کومه دنده نه لري او د ژوند سختې شېبې تېروي.
مېرمن وردګ زیاتوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د ابتدایي ټولګیو په تدریس سره خپلې دندې ته دوام ورکړی او په خپلې تنخوا سره یې د کور مصارف برابرول، خو دا هم اوس د طالبانو لخوا پرې بند شوی دی.
د دولتي ښځینه کار کوونکو د تنخواوو په اړه د ملا هبت الله له فرمان وروسته د یو شمېر ښوونځيو استادانو کاربندیز وکړ، چې له دې سره بیا د دوی تنخواوې تر بلې پرېکړې وځنډېدلې.
د ملا هبت الله د فرمان له مخې، د ټولو ښځینه دولتي کارکوونکو تنخواوې پنځه زره افغانیو ته راښکته شوی دی.
د رحمان مېنې او چهل دختران لېسو استادانو د خپلو تنخواوو د کمېدو له امله له څو اونیو راهیسې کاربندیز هم کړی او دا بهیر لا هم روان دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت د ښځینه ښوونکو د تنخواوو ترځنډولو وروسته وویل، چې تر هغه چې نوی سیسټم نه وي رامنځته شوی، ښځینه ښوونکې به میاشتني تنخواوې ترلاسه نه کړي.
د استادانو ترڅنګ د یو شمېر روغتونونو کارکوونکو هم د خپلو تنخواوو د کمېدو په غبرګون کاربندیز وکړ.
تر دغو اعتراضونو وروسته طالبانو اعلان وکړ، هغه ښځینه کارکوونکې چې د نارینه و په شان هره ورځ دندو ته حاضریږي د هغوی په تنخواوو کې بدلون نه دی راغلی.
د ویلو ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له څه باندې زرو ورځو راهیسې تړلي دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د یادې ډلې له خوا پر ښځو فشارونه زیاتیږي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي