• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مشر: د ادارو او وزارتونو له ودانیو څخه باید شخصي استفاده و نه شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د طالبانو مشر په یوه تازه حکم کې ویلي، چې د ادارو او وزارتونو له ودانیو څخه باید شخصي استفاده و نه شي. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د هبت الله اخوندزاده د دغه حکم په خپرولو سره ویلي، هغه کسان چې په دولتي ودانیو کې اوسېږي باید نورو ځایونو ته انتقال شي.

په دې حکم کې راغلي، له یو شمېر هغو ودانیو څخه چې شخصي استفاده کیږي، باید راوګرځول شي او د رسمي چارو د پرمخ بیولو په موخه دې ترې ګټه واخیستل شي.
د راپورونو له مخې؛ اوسمهال ډېری طالب چارواکي له حکومتي ودانیو او جایدادونو څخه شخصي استفاده کوي او ان د پخوانیو چارواکو کورونه او دفترونه یې هم غصب کړي دي.
که څه هم طالبانو د غصب د مخنیوي لپاره په ۱۴۰۱ کال یو کمېسیون جوړ کړی دی او زرګونه جریبه ځمکې یې راګرځولي دي؛ خو دا ډله خپله هم په پراخه توګه په غصب کې په لاس لرلو تورنه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم څه موده وړاندې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر ټولو غاصبینو نیوکه کړې وه، چې هر جهادي، د تېر حکومت چارواکی او قومي مشران چې دغه وزارت ته غوښتل کیږي، وایي چې «د غاصب نوم په مونږ مه ږدئ او سپکاوی مه کوئ.»
نوموړي ویلي وو، چې په افغانستان کې غصب شوی؛ خو هېڅوک د غصب موضوع نه مني.
طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ له پیل راهیسې له تېرو جهادي مشرانو او چارواکو غصب شوي جایدادونه تر لاسه کړي؛ خو د خپلو مشرانو پر وړاندې چوپه خوله دي.
دغې ډلې د روان کال په پیل کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپل استوګنځي او دفتر څخه په دې دلیل و اېسته، چې د کور او دفتر ځمکه یې دولتي ملکیت و.
خو بل خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب چې د مدرسې او جومات په نوم یې درې سوه جریبه دولتي او د کښت ځمکه بې له «دولتي» قرارداد څخه ولکه کړې او په څنګ کې یې ور سره دوکانونه هم جوړ کړي دي، دغې ډلې یې پر وړاندې هېڅ نه دي ویلي.
له دې سره؛ د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل اخوند هم چې د زاړه ښار ناريج کلا ته څېرمه د یوې لويې هدیرې او دولتي ځمکې پر غصب تورن دی، طالبان یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي.
اوس د ملا هبت الله د نوي حکم پر اساس به وکتل شي، چې دا ډله څومره کولی شي د خپلو چارواکو پر وړاندې ودریږي او یا دا حکم پر ځان پلې کړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي