ایفبيای منلې چې د ټرمپ پر لاریون برید د هغه د وژلو هڅه وه

د ایف بي ای یوه پلټونکي په خبري غونډه کې دا ومنله چې د ډونالډ ټرمپ پر ټاکنیزې غونډې برید د هغه د وژلو یوه هڅه وه. برید کوونکی ۲۰ کلن میتیو کروکس ښودل شوی، خو د برید انګیزه لا څرګنده نه ده.

د ایف بي ای یوه پلټونکي په خبري غونډه کې دا ومنله چې د ډونالډ ټرمپ پر ټاکنیزې غونډې برید د هغه د وژلو یوه هڅه وه. برید کوونکی ۲۰ کلن میتیو کروکس ښودل شوی، خو د برید انګیزه لا څرګنده نه ده.
په دغه برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دوه تنه ټپیان دي چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی.
خپله ډونالډ ټرمپ په دغه برید کې یوازې په غوږ ټپي شوي او په روغتون کې تر درملنې وروسته بیرته رخصت شوی.


د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوی ویلي، له برید وروسته یې له خپل پلار سره خبرې کړې او ډونالډ ټرمپ اوس «ښه روحیه» لري. تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې په دغه برید کې مرمۍ د هغه د ښي غوږ پورتنۍ برخه پرې کړې ده.
د امریکا د استخباراتو ادارې چې د امریکا د ولسمشرانو د ساتنې دنده پر غاړه لري، په یوه بیان کې ویلي چې بریدګر د ډونالډ ټرمپ د پلویانو د راټولېدو له ځای بهر له یوه لوړ ځای څخه پر ډونالډ ټرمپ څو ډزې وکړې.
دغې ادارې وويل امنيتي ځواکونو بريدکوونکى وواژه.
د بیان له مخې، په دغه برید د لاريون يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. په خبرپاڼه کې د وژل شوي کس هويت او د وژل کېدو څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي دي، چې د پخواني ولسمشر صحي حالت ښه دی او په امریکا کې د دا ډول تاوتریخوالي لپاره ځای نه شته.
نوموړي زیاته کړې ده، چې د پښې له سیمې یې معلومات اخیستي او خوشحاله دی، چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښه دی.
بایډن زیاته کړې ده، چې پلټنې روانې دي او دی د لا ډېرو معلوماتو په تمه دی.
د امریکا پر پخواني ولسمشر او د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماند ډونالډ ټرمپ نېږدې یو ساعت وړاندې په پېنسلوانیا ایالت کې وسله وال برید شوی.
لومړني تصویرونه ښيي، چې د نوموړي له غوږ څخه وینه روانه ده او د امنیتي ساتونکو له خوا له سیمې ویستل شوی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما پر ډونالډ ټرمپ د شوي برید په غبرګون وايي:"زموږ په ډېموکراسۍ کې سیاسي تاوتریخوالي ته هېڅ ځای نه شته".
نوموړي له خلکو غوښتي، چې ارام اوسي؛ ځکه تر اوسه دقیق معلومات نه شته، چې څه پېښ شوي دي.
هغه ویلي، چې د ارامتیا په حفظ سره په دې باید وپوهېږو چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ جدي نه دی ټپي شوی.
اوباما زیاته کړې، چې دی او مېرمن یې د ټرمپ د روغتیا دعا کوي.
پر ډونالډ ټرمپ نن شنبه د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې په داسې مهال برید شوی، چې نوموړي خپلې ټاکنیزې غونډې ته وینا کوله.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ د کمپاین دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ټرمپ صحي وضعیت ښه دی او له امنیتي ادارو یې مننه کړې، چې پر خپل وخت یې اقدامات وکړل. پر ډونالډ ټرمپ نن په پېنسلوانیا کې وسله وال برید شوی.
په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې ولسمشر جو بایډن د یادې پښې په تړاو د راپورونو په اورېدلو بوخت دی.
نېږدې یو ساعت وړاندې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په پېنسلوانیا کې خپلې ټاکنیزې غونډې ته وینا کوله، چې له وسله وال برید سره مخامخ شو.
سي اېن اېن راپور ورکړی، چې ټرمپ له ډزو وروسته پر ځمکه لوېدلی او امنیتي ساتونکو پورته کړی دی.
له دغه برید څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د ښاغلي ټرمپ مخ په وینو لړلی دی.
د راپورونو له مخې؛ ټرمپ وروسته له دې چې پر ځمکه ولوېد بېرته راپورته شو او خپلو پلویانو ته یې څه ویل غوښتل؛ خو امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه ویستی دی.

د امریکا د ولسمشرۍ پر نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پېنسلوانیا کې د وینا پر مهال برید شوی دی.
سي اېن اېن راپور ورکړی، چې ټرمپ له ډزو وروسته پر ځمکه لوېدلی او امنیتي ساتونکو پورته کړی دی.
له دغه برید څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د ښاغلي ټرمپ مخ په وینو لړلی دی.
د راپورونو له مخې؛ ټرمپ وروسته له دې چې پر ځمکه ولوېد بېرته راپورته شو او خپلو پلویانو ته یې څه ویل غوښتل؛ خو امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه ویستی دی.